ناټو: سولې ته له نږدې کېدو سره طبعاً امنیتي حالات خرابېږي

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ورځې په غونډې کې وویل چې افغانستان د سولې په اړه خبرو اترو ته نږدې دی او طبعاً په‌دې حالاتو کې امنیتي وضعیت او تاوتریخوالی زیاتېږي.

د ښاغلي ستولتنبرګ په وینا، طالبان د جنګ په میدان کې نه‌شي بریالي کېدلی او دا ډله باید د سولې خبرو ته حاضره شي. ده زیاته کړه چې ناټو ځواکونه تر ۲۰۲۴ کاله پورې په مالي او ښوونیز لحاظ د افغان امنیتي ځواکونه ملاتړي دي.

د ناټو د عمومي منشي په وینا، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه‌دی او ناټو د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه غواړي چې د افغانستان له سولې ملاتړ وکړي.

د ده په خبره، په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات دي ځکه خو ناټو سازمان د افغان امنیتي ځوکونو ملاتړلو ته ژمن دی.

ستولتنبرګ وايي، اوس هم د افغانستان اوضاع جدي ده او اوس هم په‌دې هېواد کې جنګ او بې‌ثباتي لیدل کېږي، «په ورته وخت کې په‌دې هېواد کې هیله‌بښوونکي نښې هم لیدل کېږي، لکه له طالبانو سره درې ورځنی اوربند او پارلماني ټاکنې.»

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځانګړي قوماندان سکاټ میلر د دې غونډې په یوه څنډه کې سلام وطندار ته وویل چې افغانان باید په افغان امنیتي ځواکونو ځکه وویاړي چې دا ځواکونو په ډېرو کمو امکاناتو په میدان کې له دوښمن سره مخامخ دي. ښاغلي میلر په هلمند کې څو ورځې مخکې پېښې ته په اشارې سره ـ چې په هغه کې د طالبانو له لوري د دې ولایت له‌پاره نومول شوی والي ووژل شو ـ وویل چې دا ډول عملیات او بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو د پرمختګ نښې دي.

د ناټو سازمان چارواکي وايي چې د دې سازمان راتلونکي غونډه به په راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د امریکا په متحده ایالتونو کې جوړه شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام