
یو شمېر سیاسي شنونکي د ولسمشر او اجرایوي رییس د وروستیو اختلافاتو په اړه وايي، چې غني او عبدالله د سیاسي هوکړه لیک په عملي کولو دغه اختلافات حلولی شي.
د دوی په باور د جګړې دوام، د هېواد په چارو کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې یوازېنی لامل د سیاسې هوکړې نه عملي کول دي.
د سیاسي چارو شنونکی سیدجواد حسیني سلام وطندار ته وویل، د اوسني حکومت د کار له لومړۍ ورځې ښکاره وه، چې دغه حکومت د خپلو ژمنو د عملي کولو توان نه لري، خو ټینګار کوي، چې دواړه مشران باید د دغو ستونزو د حل له پاره لاسلیک شوې سیاسي هوکړه پلې کړي.
د حسیني په خبره، ولسمشر غني ته ځینې نږدې کړۍ هڅه کوي، چې دغه سیاسي هوکړه لیک عملي نه شي.
د سیاسي چارو بل شنونکی اسحاق اتمر بیا وايي، چې د دواړو مشرانو تر منځ د سیاسي هوکړې د عملي کولو امکان شته خو د ناامنیو او جګړو دوام د سیاسي هوکړه لیک د پلي کولو له پاره خنډونه ایجاد کړي دي.
د اتمر په خبره، د سیاسي هوکړې د عملي کولو له پاره باید دواړه لوري تلاش وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي د ولسمشر او اجرایوي رییس تر منځ د دغه اختلاف عامل د اساسي قانون له مخې د هېواد په چارو کې د ولسمشر ازاد لاس بولي او زیاتوي، چې په قانون کې د عبدالله عبدالله له پاره واکونه نه دي ټاکل شوي.
د سیاسي چارو شنونکی معین مرستیال غني او عبدالله د سیاسي هوکړې په نه عملي کولو ګرم بولي او وايي، که عملي نه شي هېواد به د بل تازه بحران په لور بوځي.





