
د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د افغانستان د سولې بهیر اسانه نهدی.
ښاغلی خلیلزاد پرون ماښام په واشنګټن کې د افغانستان له سفیرې رویا رحماني سره لیدلي دي.
زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي چې له اغلې رحماني سره یې په لومړۍ لیدنه کې د سولې د راتلونکيو خبرو اترو په اړه خبرې کړېدي.
د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي په ټویټر لیکلي، «د سولې بهیر چې موږ یې قدم پورته کړی، نه اسانه دی او نه هموار»
ښاغلي خلیلزاد ویلي، امریکا او افغانستان په سم مسیر د پاتېکېدلو لهپاره یوځای ګام پورته کوي.
لهدې سره هممهاله د افغانستان لهپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې ټاکل شوې نن واشنګټن ته لاړ شي. ښاغلي کابلوف اعلان کړی چې ښايي پهدې سفر کې له زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د اوضاع د څېړلو لهپاره له هغه سره ګډه غونډه جوړه کړي.
د افغانستان لهپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، تمه لري چې امریکا متحده ایالات د دوحې غونډې ټول اطلاعات لهده سره شریک کړي.
د افغانستان سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي پرون په واشنګټن کې د پاکستان او بریټانیا له سفیرانو سره هم لیدلي وو.
ښاغلي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي چې پهدې لیدنه کې په سیمهییزه او جهاني نظرونو باندې خبرې وشوې.
دا خبرې داسې مهال دي چې د امریکا و طالباستازیو ترمنځ د سولې خبرواترو پنځم پړاو تېره اوونۍ پای ته ورسېد او ټاکل شوې بل پړاو په نږدې راتلونکي کې پيل شي.





