ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د جون پر ۶ نېټه به په کابل کې د «کابل پروسه» په نامه د سولې د بهیر او بېلابېلو خواوو په تړاو یو مهم او نړۍشموله کنفرانس جوړ شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینهپال سلام وطندار ته وویل، چې پهدې نړیوال کنفرانس کې به د نړۍ او سیمې ۲۴ هېوادونو استازیو تر څنګ کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفیران هم ګډون وکړي.
مینهپال زیاتوي، چې د دغه کنفرانس د امنیت په موخه امنیتي ادارو ډاډ ورکړیدی.
په دې کنفرانس که هڅه کېږي، چې د سېمی او نړۍ سره سپینې خبرې وشي او د افغانستان د ثبات حالات د راوستلو لهپار د نړۍ سیاسي، نطامي او اقتصادي ملاتړ خپل کړي.
د چارو کتونکی د سولې په اړه دا ډول کنفرانس اړین بولې.
د سیاسي چارو شنونکی معین مرستیال د افغانستان جګړه څو بُعديزه نړیواله کشاله بولي. دی زیاتوي، که د سولې په اړه هر اقدام کېږی؛ ځکه باید نړیوال او سیمهییز وي، د سیمې څوو هېوادونو خپله جګړه افغانستان ته راوړې ده.
د وړاندیز کوي، چې دا ډول کنفرانسونو ګټې وار له واره نهشي معلومېدلی، بلکې پرلهپسې لړۍ به د دایمي سولې لهپاره لاره هواروي.
د سیاسي چارو بل شنونکی غفور احمد جاوېد هم په اوسني ناامن حالت کې د دا ډول کنفرانسونو جوړول د سولې لهپاره خورا هم ګڼي.
د ده پر وینا، د دې کنفرانس بسنټیزه موخه دا ده، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لهپاره یوه سیاسی اجماع را منځ ته شي.
د کابل بهیر کنفرانس له را نږدې کېدو سره په کابل کې امنیتي وضعیت کړکېچن شو او وروستیو درېیوو پېښو داسې اندېښنې هم راپیدا کړې، چې ښایې د دې کنفرانس لاسته راوړنو ته زیان واړوي؛ خو د سیاسي چارو شنونکي دا اندېښنه بېځایه بولي.





