د فرانسې سفیر په هلمند کې ژمنې وکړې

په افغانستان کې د فرانسې سفیر فرانسوا ریشه درې ورځې مخکې لښکرګاه ته تللی و. هغه نن مازیګر مهال په یوې خبري غونډې کې وویل، هلمند ته د سفر موخه یې دا وه چې د هلمند امنیتي حالت وګوري او له خلکو سره د امنیتي حالاتو او مرستو په اړه مشورې وکړي.

دا هلمند ولایت ته په تېرو لسو کلونو کې د فرانسې د یو غټ چارواکي لومړی سفر دی.

فرانسوا ریشه چې د هلمند د والي تورن‌جنرال محمدیاسین سره په ګډې خبري غونډې کې خبرې کولې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې په افغانستان په خاص ډول هلمند کې د راتلونکیو پارلماني ټاکنو او د سولي په اړه د روانو هلو ـ ځلو ملاتړ وشي.

دی وايي چې اوس له پيسو سره نه‌دی راغلی؛ خو دا به له هلمندیانو سره د فرانسې هېواد له لوري د ملکي او نظامي مرستو د پیل لومړۍ ارزونه نه وي.

د ده په خبره، په هلمند کې یې له خلکو سره په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د روغتیا او پوهنې په برخه کې ډېرې خبرې کړي؛ سملاسي یې د مرستو ژمنه نه‌شي کولی.

د هلمند والي تورن‌جنرال محمد یاسین هم په‌دې خبري غونډې کې وویل، د نورو پرمختیايي پروژو ترڅنګ يې د امنیت او سولې د ټنګښت په برخه کې له تېرو درېیوو ورځو راهسې د فرانسې د سفیر سره بحثونه کړي‌دي او ډېر ژر به له هلمند سره د فرانسې له لوري په ځېنو برخو کې ملاتړ ترلاسه کړي.

ویل کېږي فرانسوا ریشه د درېیوو ورځو په موده کې د یوې ورځي له‌پاره د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته هم تللی و چې له ایران سره د روانې سوداګرۍ او ټرانزیټ ترڅنګ د هغه ولایت پر امنیتي او اقتصادي حالت هم له مسوولانو سره خبرې ـ اترې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام