داسې چارواکي شته چې ایران او روسیه یې طالبانو سره همکارۍ ته هڅولي

د چارو یو شمېرسنونکي په‌دي باور دي چې له ډېرو کلونو راهیسې ځېنې پردي‌پالې کړۍ د هغوی په لمسون افغانستان کې دننه د نورو ګټو تامینولو له‌پاره کار کوي.

د چارو کارپوه کابل‌خان تدبیر وایي، پاکستان په‌دې دلیل، که طالبان افغان‌حکومت سره سوله وکړي؛ دوی د داعش په نوم بله ډله افغانستان ته استولې او دغه ډله یې دومره ستره معرفي کړې چې د امریکا په ګډون یې ډېر نور هېوادونه یې د ځان له‌پاره ستر ګواښ بولي.

د ښاغلي تدبیر په وینا، افغان حکومت کې دننه داسې کړۍ شته چې روسيي او ایراني چارواکي یې دېته وهڅول چې د داعش ډلې مخنیوي په موخه طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او هغوی سره مرسته وکړي چې د طالبانو په‌واسطه د داعش مخه ډب کړي.

له‌دې مخکې څو ځلې افغان‌حکومت پر روسیې غږ کړی و چې د طالبانو پر ځای دې له افغان‌حکومت سره مرسته وکړي.

دا څرګندونې داسی حال کې مطرحېږي چې د ملي امنیت پخواني رییس راحمت‌الله نبیل هم یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې افغان‌حکومت کې د پردي‌پالې کړۍ موجودیت او طالبانو نه د روسیې او ایران ملاتړ تاییدوي.

ښاغلی نبیل زیاتوي، ایران سره په رسمي توګه هوکړه‌لیک لاسلیک شوی چی دوی د داعش د مخنیوي له‌پاره طالبانو سره اړیکې ونیسي او مرسته دې ورسره وکړي.

ورته مطالب:

«په افغانستان کې فعال داعشیان، د پاکستان د پوځ ډله ده»

چارواکي: د امریکايي ټانکونو په بدل کې روسیه طالبانو ته نظامي اکمالات کوي

د شمال او په ځانګړي توګه د کندوز په جګړه کې روسیه او ایران ښکېل دي

دغه‌راز د چارو بل شنونکی محمدحسن حقیار هم وايي، دا کسان د افغان‌حکومت په لوړو پوسټونو باندې دندې اجراکوي. د ده په باور، دا کار هغه څوک کولی شي چې هم یې په داخل او هم یې په خارج کې خبره وزن ولري.

هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په تړاو د حکومت نظر هم واخلو؛ خو له ډېرو سره بیا هم هڅو بریالي نه‌شو.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چی له‌دې مخکې هم یو شمېر سیاستوالو او د ملي شورا غړیو په وار ـ وار داسې اندېښنې په ډاګه کړي چې ګواکې روسان او ایران افغان‌طالبانو سره مرسته کوي او وسلې یې ورکړې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام