
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له لاسلیک دوه ورځې وروسته ویلي چې هېواد یې د افغان سولې په پروسه کې اساسي رول لوبولی او د اسلاماباد له همکاري پرته امریکا او طالبانو دې هوکړې ته نه شوای رسېدلی.
شاهمحمود قریشي د افغان حکومت، امریکا او ناټو ترمنځ ګډې اعلامیې ته په اشارې ویلي چې کابل باید د امریکا له دخیلولو پرته له اسلاماباد سره خپلې ستونزې حل کړي.
په دې ګډه اعلامیه کې لیکل شوي، امریکا ځان مسوول بولي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو اترو لار هواره کړي، څو دواړه لوري یو بل ته ډاډ ورکړي چې هېوادونه به یې یو د بل پر وړاندې ګواښ نه پېښوي.
قریشي په دې اړه رویټرز ته ویلي: «کابل باید له اسلاماباد سره مخامخ خبرې وکړي.»
نوموړي زیاته کړې، «امریکا غواړي له افغانستانه ووځي او موږ به تر پایه ګاونډیان یو.»
هغه ټینګار کړی، که اسلاماباد له کابل سره کومه مسله ولري، هېڅکله به د امریکا د رول لوبولو غوښتنه ونه کړي.
قریشي رویټرز ته ویلي، پر ټولو خواوو یې منلې چې د افغانستان اتلس کلنه جګړه نظامي حللاره نه لري او په وینا یې، له دې پرته دا هوکړه ناشونې وه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک د شنبې په ورځ لاسلیک شوه او ترڅنګ یې افغان حکومت، امریکا او ناټو هم په کابل کې ګډه اعلامیه خپره کړه.





