نظرپوښتنه؛ د سوېل اوسېدونکي د شمالي له اوسېدونکیو د بهرنیو ځواکونو حضور ته ډېر لېواله دي

د سولې او جګړې د مطالعاتو انسټېټیوټ پرون «د افغانانو د سولې نظرپوښتنې» په نوم خپله لومړنۍ نظرپوښتنه شریکه کړه.

د دغه انسټېټیوټ اجرایوي رییس تمیم عاصي وايي، دا انسټېټیوټ یې د سولې په تړاو د افغانانو د نظرونو او لیدلوریو د انعکاس لپاره جوړ کړی دی.

د صالح او طالبانو تقابل

د دولت‌ جوړوونکي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح او د طالبانو د دورې د مالیې وزیر معتصم اغاجان د دغې غونډې نور ویناوال وو. د سولې او جګړې انسټېټیوټ دریځ د دواړو لوریو د مخامخ کېدو لپاره مناسب ځای و.

امرالله صالح وايي چې په دوحه کې د سولې خبرې اترې ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، خو «له طالبانو سره د افغانانو جګړه به روانه وي.» صالح وايي، طالبان د ډله‌يیزو وژنو مسوولان دي او د لومړي ځل لپاره یې د «سوځېدلې ځمکې» اصطلاح د افغانستان په ښارونو کې عملي کړه. هغه ټینګار کوي چې کولای شي له امریکا سره خپلې اړیکې روښانه کړي او طالبان هم باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي. د هغه په وینا، طالبانو د خپلې ټولې واکمنۍ پر مهال هېڅ فرهنګي اثر پرېنښود او ان د افغانانو تاریخي اثار یې هم له منځه یووړل.

صالح وايي، حکومت ښايي له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي، خو دی به د یوه افغان په توګه هېڅکله هم له یادې ډلې سره سوله ونه کړي.

ویل کیږي چې د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ له هوکړې وروسته به له طالبانو سره د خبرو کولو لپاره د حکومت له لوري یو پلاوی خبرې اترې پیل کړي، خو تر اوسه د دغه پلاوي څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی. امرالله صالح په یاده غونډه کې وویل چې د مرکچي پلاوي شمېر او ترکیب مهم نه دی. د هغه په وینا، له طالبانو سره هوکړه باید د جرګې له لارې تایید شي، کنه د منلو نه ده.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مالیې وزیر معتصم اغاجان بیا د امرالله صالح څرګندونو ته په اشارې وویل، سوله په غچ اخیستو نه راځي. اغاجان زیاته کړه، هر څوک او ډله تېروتنه کوي، خو باید هېر نه شي چې طالبان د انارشيزم پر وړاندې ودرېدل.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس‌ کې د سولې او جګړې انسټېټیوټ په غونډه کې وویل، که څه هم ناټو په افغان سوله کې ونډه نه لري، خو دغه سازمان د دغه بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي. هغه ټینګار کوي چې هر ډول سوله د منلو نه ده، بلکې داسې سوله باید راشي چې بشري حقونه په‌کې خوندي وي.

د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته د سوېل د اوسېدونکیو لېوالتیا

د جګړې او سولې د مطالعاتو انسټېټیوټ په نظرپوښتنه کې لیکل شوي چې ۸۰ سلنه ځواب ورکوونکي په دې اند دي چې د افغانستان جګړه نظامي حل‌لاره نه لري او ۲۰ سلنه نور بیا پر دې باور دي چې دا جګړه له نظامي لارې پای ته رسېدلای شي.

د دغې نظرپوښتنې پر بنسټ په شمال او شمال‌ختیځ کې ځواب‌ورکوونکي په ترتیب سره له ۵۴ نه تر ۵۷ سلنې خلک له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، خو په ختیځ او سوېل کې بیا له ۳۰ تر ۳۵ سلنې خلک غواړي چې بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي.

د دې نظرپوښتنې په یوه برخه کې ځواب ویونکیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې له هوکړې وروسته به د بهرنیو ځواکونو او ناټو برخلیک څه وي؟ ۴۶ سلنه خلکو د بهرنیو ځواکونو وتل غوښتي او ۳۳ سلنه نور پر دې اند دي چې دا ځواکونه باید افغانستان یوازې پرې نه ږدي.

د نظرپوښتنې ۶۵ سلنه ځواب ورکوونکي وايي، افغان حکومت باید د سولې خبرو اترو رهبري پر غاړه ولري او ۲۱ سلنه بیا وايي چې سیاسي ناحکومتي اړخونه دې د سولې خبرې اترې پر مخ یوسي.

د جګړې او سولې مطالعاتو د انسڼیټیوټ په نظرپوښتنه کې د پام وړ ټکی د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو ځواکونو حضور دی. ۵۷ سلنه ځواب‌ورکوونکي د هغو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي چې د طالبانو تر چتر لاندې په افغانستان کې جنګېږي او ۴۳ سلنه هم وايي چې دغه ځواکونه کولای شي له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته په افغانستان کې حضور ولري.

د افغانستان د راتلونکې اړوند پوښتنې په ځواب کې، هغه مهال چې د سولې له هوکړې پرته بهرني ځواکونه ووځي، ځواب ورکوونکي دوه ډوله نظرونه لري. ۵۲ سلنه یې وايي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي، په داسې حال کې چې ۴۸ سلنه نور باور لري چې افغان حکومت به په یاد وضعیت کې هم دوام وکړي.

۶۱ سلنه ځواب‌ ورکوونکي د سولې خبرو اترو د ځای په اړه وايي چې باید په افغانستان کې وشي، خو ۲۲ سلنه نور بیا له هېواده بهر د یادو خبرو اترو پر کېدو ټینګار کوي. له دې ډلې ۴۴ سلنه کسان په اسلامي هېوادونو کې د سولې مذاکراتو پر کېدو ټینګار کوي.

۴۱ سلنه ځواب‌ ورکوونکي د افغان سولې خبرو اترو لپاره زلمی خلیلزاد مناسب کس یادوي او ۳۹ سلنه نور بیا په یادو خبرو اترو کې د نوموړي د حضور خلاف دي. ۲۰ سلنې نورو خلکو په دې اړه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

د نظرپوښتنې د پایلو پر بنسټ، ۶۸ سلنه خلکو د اسلامي امارت پر ځای جمهوریت ته لومړیتوب ورکړی او ۱۳ سلنې نورو بیا اسلامي امارت غوښتی دی.

د دغه انسټیټیوټ په پرانست‌غونډه کې حکومتي چارواکیو، خبریالانو او سیاسي فعالانو ګډون درلود.

په دې نظر پوښتنه کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۵ زره او ۳۸ کسانو سره خبرې اترې شوې دي. له دې ډلې ۳۵،۱ سلنه چې ۱۷۶۴ کسان کېږي، ښځې دي او ۶۴،۹ سلنه چې ۳۲۷۴ کسانو کېږي، نارینه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام