ثبات‌ او همپالنه ۵ ولايتونو ته واليان ټاکي

د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس او د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر عبدالله عبدالله ته نږدې سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې ټاکل شوې ډېر ژر ثبات او همپالنه بدخشان، تخار، سمنګان.، بادغيس او غور ولايتونو ته واليان معرفي کړي.

د سرچينې په وينا، د ياد ټيم رهبرۍ په دې برخه کې کار پيل کړی دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې لوړپوړی غړی فضل‌احمد معنوي هم سلام‌وطندار ته وايي چې د واليانو پر معرفي کولو يې کار پيل کړی. نوموړی په دې اړه چې کوم کسان به معرفي کړي جزيات نه ورکوي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلان وروسته غبرګون وښود او د ټاکنو پايلې يې ونه منلې او د ټول‌شموله حکومت اعلان يې وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ثبات او همپالنې ډلې سرپل، جوزجان او بغلان ولايتونو ته واليان معرفي کړي وو.

دغه ناندرۍ او کړکېچونه هغه مهال پيل شول چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نږدې پنځو میاشتو ځنډ وروسته محمداشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم دغه پایله ونه منله او د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو اعلان یې وکړ.

په دې تړاو:

بغلان لپاره د عبدالله عبدالله والي پر څوکۍ کېناست

عبدالله جوزجان لپاره والي معرفي کړ

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام