
د افغانستان د حراست او ثبات شورا مشر عبدرب الرسول سیاف د مجاهدینو د بریا د ۲۴ مې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، چې دوی د نظام د سمون له پاره حکومت ته څو نسخې ورکړلې، خو تطبیق نه شو، نو د هغه پر برخه اوسمهال دوی پر بديلې نسخې فکر کوي.
همدارنګه نوموړي د جهادیانو سپکاوی د دین سپکاوی و باله او خبرداری يې ورکړ، که د جهادیانو د سپکاوي بهیر دوام وکړي، نو دوی به لاس په کار شي.
پخوانی جهادي رهبر رسول سیاف نن (پنج شنبه اپرېل۲۸) د مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې په نمانځغونډه کې زیاته کړه، چې حکومت د ټيکاو له پاره یې څو ځلې د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وړاندیزونه کړي دي، خو تر اوسه عمل پرې نه دی شوی.
سیاف وویل، چې د افغانستان خلک په دین د تعرض زغم نه لري او زیاته کړه، چې دغه تخت او تاج د خلکو د مقابلې توان نه لري او د سپکاوي تکرار به دوی د ونو وچو پاڼو په څېر ورژوي.
سیاف زیاته کړه، چې دوی د نظام د ړنګولو په لټه کې نه دي، خو اوسنۍ روان حالت هم نه شي زغملای.
استاد سیاف وايي، چې د وطن دښمنان د نظام د له منځه وړلو له پاره پلانونه جوړوي او په دې وخت کې د نظام له منځه تلل د هېواد له منځه تللو په معنا دی.
له بل لوري د حراست او ثبات شورا غړي محمد یونس قانوني په دې غونډه کې وویل، چې د جهاد سپکاوی یوه جوړه شوې توطیه او دسیسه ده.
.jpg)
قانوني وویل، چې د خلکو د نن ورځې ازادي د جهاد او د مجاهدینو د تورې ثمره ده.
د قانوني په باور د افغانستان د تخریب له پاره پلانونه په جوړېدو دي او دوی د افغانستان د ثبات ساتلو له پاره ژمن دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اړتیا په وخت کې به د امنیتي ځواکونو له سرتېرو سره په څنک کې ودریږي.
دوی وویل، چې په هېواد کې د روان حالت د له منځه وړلو له پاره یو مقتدر او له نوي سیاست لرونکي حکومته اړتیا ده.
قانوني زیاته کړه، چې حکومت باید خپل کدري سیاست ته بیا کتنه وکړي او د ګوښه کولو له سیاسیت نه تېر شي.
ده وویل، تر هغې چې د "آې، ایس، آې" د مداخلې ستراتیژۍ ته بدلون ور نه کړي، د امنیت په را وستلو کې پاتې راځي.
دوی وویل، چې یاده استخباراتي اداره په دې لټه کې ده، چې د افغانستان او سولې په اړه د امریکا ذهنیت ته بدلون ورکړي.
سیاف او قانوني په داسې حال کې د جهادیانو سپکاوی د دین له پاره سپکاوی بولي، چې تېره ورځ د افغانستان د ملي پیوستون ګوند غړو له خوا د سیاف، قانوني، دوستم او نورو جهادي مشرانو پر ضد د کابل ښار په دارلامان ماڼۍ کې لاریون وشو. دوی په یوه تمثیلي بڼه دغو څېرو ته د جنایت کوونکو خطاب وکړ.





