له طالبانو د عبدالله غوښتنه؛ د بين‌الافغاني خبرو پرمهال دې اوربند وشي

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د خپل نوي ماموریت تر پیلولو وروسته نن شنبه په کابل کې يوې خبري ناسته کې وويل، د مصالحې عالي شورا د غړيو د ټاکل کېدو په اړه یې سلا مشورې پيل شوي او په راتلونکې اوونۍ کې به یې نومونه په ډاګه شي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه، په دغه شورا کې به د ښځو او ځوانانو په ګډون ټول اړخونه شامل وي او په بشپړ صلاحیت سره به د سولې خبرې پیل کړي.

د مصالي عالي شورا مشر له طالبانو سره د سولې د کورنیو خبرو پیل کېدو نېټه په ډاګه نه کړه خو هیله یې وښوده چې دغه خبرې به راتلونکو دوو اوونیو کې پيل شي.

عبدالله د اختر په لومړیو درېیو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو له لوري د اوربند اعلان او تر هغه وروسته د تاوتریخوالي کمېدل او دغه راز د دواړو لورو له پلوه د بندیانو خوشې کول د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو پیل کېدو لپاره یوه ښه زمینه وبلله او زیاته یې کړه چې مذاکراتي ټيم د سولې خبرو پیلېدو ته پوره چمتووالی لري.

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته د ملي مصالحې شورا د تشکیل او سولې مذاکراتو ته د چمتواوالي په اړه هڅې زیاتې شوې دي.

عبدالله زیاته کړه چې د سولې په اړه تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان د خلکو اجماع ده چې په وینا یې د ده او ولسمشر غني ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسليک وروسته دغه ستونزه هم هواره شوه.

د ملي مصالحې عالي شورا د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې وروسته جوړه شوه. د دغه هوکړې له مخې به عبدالله د اوسني حکومت تر پایه د دغې شورا ریاست پر غاړه ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام