.jpg)
لوګر کې نن سهار شاوخوا ۵۰۰ تنو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. دغو لاریونوالو د درېیوو ساعتونو لهپاره د کابل ـ ګردېز لویه لاره د پلعلم ښار په شهیدانو څلور لارې کې د موټرو د تګ ـ راتګ پر مخ تړلې وه.
لاریونوالو چې په لاسونو کې یې د افغانستان ملي بیرغ لېږدولو؛ مرګ پر پاکستان، مرګ د پاکستان پر جاسوسانو او مرګ د پاکستان پر استخباراتي ادارې شعارونه ورکول او د یاد هېواد ملي بیرغ یې هم وسوزول.
.jpg)
د لاریون دوو ګډونوالو احمدفرهاد او محمداکرم چې پاکستان د فساد او د ترهګرو د زالې په توګه په هېڅ صورت د دوستی لایق نهدی او په هره برخه کې یې له افغان خاورې له افغان وګړیو سره ظلم او زیاتی کړیدی.
دوی له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د پاکستان هېواد سفارت او د تورخم دروازه دې وتړل شي او د دې هېواد تولیداتو او پاکستانيو کلدارو د راکړې ـ ورکړې مخه دې ونیول شي.





