
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د ولسمشر د فرمان له مخې، د حکومت د کابینې لپاره لس نور نوماندوزیران ټاکل شوي او ډېر ژر به د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.
په دغو کسانو کې بشیراحمد تهینج د کار او ټولنیزو چارو، نثاراحمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ، قدرتالله ذکي د ټرانسپورټ، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، فضلاحمد معنوي د عدلیې، سیدسعادت منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت وزارت، انوارالحق احدي د کرنې او مالدارۍ، محبالله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او عباس بصیر د لوړو زدهکړو د سرپرست او نوماندوزیرانو په توګه معرفي شوي دي.
ارګ وايي، د دغو نوماندوزیرانو په معرفي کېدو سره د کابینې غړي بشپړ شول.
ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله د روان کال په غويي میاشت کې سیاسي هوکړهلیک لاسلیک کړ چې له مخې یې عبدالله د ملي مصالحې شورا رییس شو او پلویانو ته یې هم په کابینه کې ځای ورکړل شو.
د یادونې ده چې تر دې مخکې ولسمشر ته د عبدالله له لوري د ور پېژندل شویو نوماندوزیرانو پر سر د ارګ او سپېدار ترمنځ اختلافات رامنځته شوي وو.





