
ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنک وزیرعبدالباري جهاني، د اقتصاد وزیرعبدالستارمراد، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسېن عالمي بلخي او د عامې روغتیا وزیرفیروزالدین فیروز د ۱۳۹۴ لمریز کال د پراختیایي بودیجې د ۷۰ سلنې نه لګښت له امله استیضاح کړي و.
ولسي جرګې په نننۍ استیضاحیه غونډه کې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز ته ۱۷۰ د تایید ۲۸ رد او د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد ته ۱۱۴ د تایید ۸۱ رد رایې او دغه راز د کډوالو اوراستنېدونکو چارو وزیر سېد حسین عالمي بلخي ته ۱۰۵ د تایید او ۹۰ د رد رایې ورکړې، چې د قانون له مخې درې واړو وزیرانو یو ځل بیا د اعتماد رایې ترلاسه کړلې.
وزیران غونډې ته نه و حاضر شوي، خو د ولسي جرګې غړو د تېرو څو غونډو په شان د دوی په غیاب کې صندوقونه کېښودل، څو د باور او نه باور رايو په اړه يې پریکړه وکړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي د بودیجې د ۷۰ سلنه لګښت او نه لګښت په اړه په ليکلي ډول راپور ور استولی دی.
دغه راز د ولسي جرګې رییس زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرعبدالباري جهاني څه موده وړاندې خپل استعفا لیک ولسمشر ته وړاندې کړی دی، خو د ولسمشر لخوا تراوسه نه دی منل شوی.

د هغه پر خبره، په همدې همدې دلیل د نن ورځې په استیضاح کې شامل نه دی.
خو هغه دا هم وویل، که چېرې د باري جهاني استعفا د ولسمشر له خوا و نه منل شوه، نو استیضاح به شي.
په همدی حال کې د ولسي جرګې غړي ډاکتر رمضان بشر دوست پر وکیلانو اعتراض وکړ، چې دوی ځينو هغو وزیرانو ته هم د دویم ځل له پاره د باور رایې ورکړې، چې خپله ۷۰ سلنه پراختیايي بودیجه يې نه وه مصرف کړې.
ده وویل، چې د دغه دوه ګوني چلند په هکله باید جدي څېړنې وشي.
هغه د دغې مسلې د جدي نه نيولو په اعتراض له تالار څخه بهر شو.
د یادونې وړده، چې ولسي جرګې ټولټال د ۱۷ وزیرانو د استیضاح پریکړه کړې وه او نن چهارشنبه (نوامبر۱۶مه) به د استیضاح لړۍ پای ته ورسېږي، خو تر اوسه د ۱۳ تنو استیضاح شویو وزیرانو له ډلې ۹ وزیرانو د باور رایه بېرته ترلاسه کړې او ۷ تنه نور يې سلب صلاحیت شول.





