
ځینې سیاسي شنونکي باوري دي، چې ولسمشر د اړتیا پر وخت له سیاستوالو سره هوکړه کوي؛ خو دا چې اړتیا یې پوره شي نو په خپله ژمنه نه دریږي.
دغه شنونکي له دندې د ښې حکومتولۍ او سمون په چارو کې د ولسمشر پخواني فوق العاده استازي ضیا مسعود ګوښه کېدو ته په انغوتې سره وایي، لرې نه ده، چې د ولمسشر نور پلویان هم د مسعود له برخلیک سره مخامخ شي.
د دغو شنونکو په اند ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال د خپلې اړتیا له مخې یو شمېر سیاستوالو سره داسې هوکړې کړې وې، چې حقوقي بنسټ یې نه درلودلو.
سیاسي شنونکی نصیراحمد ترهکی وایي، ولسمشر غني په ټاکنو کې د ډېرو رایو اخيستلو لهپاره یو شمېر کسانو سره لنډ مهاله هوکړې کړې وې.
ترکی زیاتوي دغه سیاسي هوکړه لیکونه په حقیقت کې اخلاقي ژمنې دي او د دې هوکړه لیکونو خلاف کړنه به د سیاسي سټو ترمنځ بې باوري رامنځ ته کړي.
ده وویل، دغه هوکړه لیکونه اخلاقي الزامیت لري.

بل سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، چې د افغان سیاستوالو کړنلاره موسمي او تکتیکي ده نه استراتیژیکه.
دی زیاتوي ترهغو چې ولسمشر خپلو سیاسي ملاتړو ته اړتیا و لري؛ نو ورسره به وي خو چې هرکله موخې ته ورسېدو به یې شړي.
احمد سعیدي وویل، دغه هوکړه لیکونه عیني، منطقي او د وجدان د منلو نه دي.
د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمدامین فرهنگ هم وایي، د ولسمشر غني دغه سیاست په ټولنه کې د ده اعتبار ته زیان رسوي.
د فرهنګ پروینا، لرې نه ده چې د ولسمشر ملاتړي عطامحمد نور، امرالله صالح او نور به هم د احمدضیا مسعود له برخلیک سره مخامخ شي .
شنونکي وایي، دا چې ولسمشر له سیاستوالو سره پر خپلو ژمنو سترګې پټوي ښایي دا کړنه منفي پایلې ولري او امنیتي وضیعت له ګواښ سره مخ شي.
دوی وایي، د ټاکنو په نورو پړاونو کې به خلک په سیاسي ایتلافونو باور ونه کړي.





