افغانان پر راتلونکیو ټاکنو بې باوره دي

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ مسوولان وايي، چې په ټاکنیزو بنسټونو کې د نه سمون له کبله د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو په راتلونکیو ټاکنو مدني بنسټونه او هېوادوال بې باوره شوي دي.

ایوا یا د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی شاه محمد مل نن چهارشنبې د (می پر ۴مه) په کابل کې یوې خبري غونډه ته وویل، چې په ټاکنو کې د سمون راوستلو په اړه د ولسمشر د فرمان ناڅرګند برخلیک او د ټاکنو ځنډولو خلک په دې کمېسیون بې باوره کړي دي.

ده وویل، چې د ولسمشر تقنیني فرمان ولسي جرګې ته لېږل شوی دی او ټاکل شوې ده، تر راتلونکیو دوو اونیو پورې په اجنډا کې ونیول شي.

مل د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل، چې ژر تر  ژره دې د ولسمشر د دې فرمان په اړه پرېکړه وکړي، چې د راتلونکیو ټاکنو په اړه د خلکو اندېښنې را کمې شي.

شاه محمد مل د غواروي کمېټې له غړیو وغوښتل، چې د نویو کمېشنرانو د غوراوي په برخه کې دې ناپېيلتوب وساتي.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ حکومت ته خبرداری ورکوي، وايي، چې که د ټاکنو په برخه کې شته ستونزې حل نه کړي، زیات شمېر هېوادوال به په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د سمون راوستل د ولسمشر غني او اجرایوي رییس تر منځ د لاسلیک شوې سیاسي هوکړې مهمه ماده وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي یووالي حکومت د کار یونیم کال پوره شو، خو د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې اصلاحات را منځته شوي نه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام