د ملي اردو سرتېرو ازادي؛ د طالب بنديانو د خوشې کولو لپاره د حکومت شرط

د ملي امنیت شورا وايي، د سولې بهیر کې د دولت تګلارې هېڅ بدلون نه دی کړی.

د يادې شورا ویاند جاوېد فیصل نن د شنبې په ورځ په يوه ټوېټ کې ویلي، د ۳۲۰ طالب زندانیانو خوشې کولو بهیر بیا پیل لپاره دې، دغه ډله لومړی افغان کومانډو ځواکونه خوشې کړي.

نوموړي لیکلي، اوس د طالبانو وار دی چې اقدام او د سولې هڅو سره مرسته وکړي، ترڅو د پام وړ پایله ترلاسه شي.

د امنیت شورا دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ویلي و چې د زندانیانو خوشې کولو بهیر یوه اوونۍ کې بشپړېږي.

حکومت تراوسه له ۴۰۰ خطرناکه طالب زندانیانو له ډلې ۸۰ یې خوشې کړي او ویلي يې دي، طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه کومانډو سرتیري نیولي چې باید خوشې یې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام