عبدالله: د سیاسي بحران حل لپاره مو انعطاف وښود؛ خو ځواب رد و

د افغانستان د ټول‌شموله حکومت ولسمشر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې يوې خبري غونډه کې وویل، د هېواد سیاسي بحران د حل لپاره یې له ځانه انعطاف ښودلی؛ خو د رد ځواب یې تر لاسه کړی.

عبدالله وايي، د بحران دوام د دې لامل شو چې د امریکا یو ملیارد ډالري مرسته کمه شي چې د دې وضعیت دوام د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی.

د هغه په خبره، په هېواد دننه د امریکا د مرستو جبران امکان نه لري او ټینګار يې وکړ چې نامسوولانه او ناواقع بینانه ژمنې د هېواد په ګټه نه دي.

عبدالله عبدالله وايي، د رامنځته شوي بحران د حل په لټه دی خو چې د خلکو قناعت پرې حاصل شي او زياتوي، د دوی خاموشي د ضعف په معنا نه ده او اوس هم د خلکو له رایو د دفاع لپاره په ټول قوت او له هرې وسیلې په ګټې اخیستو چمتو دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې درې ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د بحران حل لپاره افغانستان ته راغی؛ خو هڅې یې بې پایلې وې.

 پامپیو د عبدالله او غني تر منځ د نه هوکړې په غبرګون کې افغانستان ته د خپلو مرستو له ډلې یو میلیارد ډالره کم کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام