فارن پالیسي: ملا هبت‌الله د کورونا له کبله مړی شوی

څو ورځې وړاندې د طالبانو لوړپوړي غړي مولوي محمدعلي جان احمد ومنله چې د دوی مشر ملا هبت‌الله پر کورونا ويروس اخته شوی دی.

مولوي محمدعلي جان احمد له فارن پاليسۍ سره په خبرو کې ويلي و چې د دوی رهبر ناروغ دی؛ خو روغتيايي حالت يې اوس ښه دی.

اوس په تازه‌ګۍ سره فارن پالیسۍ نشریې ته یو شمېر سرچینو د نوم د خپرولو په شرط ویلي چې ملا هبت الله په کرونا ویروس اخته شوی و او ښايي د همدې ناروغۍ له کبله مړ شوی وي؛ خو تر اوسه پورې دا خبر رسمي نه دی تاييد شوی. د دوی په وينا، ملا هبت‌الله  د درملنې پر مهال مړ شوی دی.

افغان لوړ پوړي چارواکي ويلي چې په دوحه کې د طالبانو پلاوي پر کورونا اخته شوي؛ خو په ځانګړې توګه يې د چا نومونه نه دي ياد کړي.

يادې سرچينې فارن پاليسۍ ته ويلي چې پر کورونا ويروس د طالبانو د مشر اخته کېدل به د افغان سولې خبرې له بن‌بست سره مخ کړي او اوربند به هم ونه شي.

د طالبانو هغه غړي چې وايي مشر يې د کورونا له کبله مړ شوی وايي، له ۳ مياشتو راهيسې له خپل رهبر نه احوال نه لري او نه يې هم کوم تصويري يا غږيز پيغام ورته لېږلی. د دوی په وينا، مشر يې حتا د اختر په مناسبت هم دوی ته کوم پيغام نه دی لېږلی.

مولوي محمد علي جان احمد يوازې د دې خبر ورکړی و چې ملا هبت‌الله ناروغ دی او روغتون کې تر درملنې لاندې دی؛ خو د روغتون په اړه چې کوم روغتون کې دی، څه نه و ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام