.jpg)
یوې باوري سرچینې سلام وطندار ته وویل، چې د کابل د پوهنې رییس سعید منصور د خپل نفوذ نه په ګټنې سره له ښوونکیو او زدهکوونکیو غوښتي وو، چې د تېرې جمعې پر ورځ د (می پر ۵مه) د ګلبدین حکمتیار غونډه کې ګډون وکړي.
ګلبدین حکمتیار له ۲۰ کالو وروسته د ثور پر ۱۴مه (د می پر ۴مه) نېټه کابل ته راننوت. خو د تمې خلاف د څوو کسانو له بدرګې سره راغی او یوه ورځ وروسته یې په غازي سټډیوم کې د وینا پر مهال زرګونو کسانو ګډون وکړ.
د سرچینې پر وینا، د ګلبدین حکمتیار د وینا غونډې ته د کابل د پوهنې رییس لهخوا د پلازمېنې دولتي او خصوصي ښوونځیو لسګونه ښوونکي او زدهکوونکي وربلل شوي وو.
د دې سرچینې پر وینا، د ځېنو ښوونځیو مدیرانو د د پوهنې د رییس غوښتنه ونه منله؛ خو ځېنو بیا د کاري خوندیتوب له وېرې د حزب اسلامي د مشر د وینا په غونډه کې ګډون وکړ.
ځېنې هغه ښوونکي چې پهدې غونډه کې یې ګډون کړی و؛ هم دا موضوع تایید کړه.
هغوی چې نه غواړي نوم یې خپور شي؛ وايي چې له مختلفو ادرسونو نه ورسره اړیکه نیول شوې وه، چې پهدې غونډه کې ګډون وکړي.
د کابل ښار د پوهنې رییس سعید منصور دا موضوع ردوي او وايي، د ګلبدین حکمتیار ګوند د میلیونونو پلویانو په لرلو سره هېڅ اړتیا نه لري، چې یو کس یا ډله په جبري توګه د امیر وینا ته ورولي.

دی وايي، که دا راټولېدنه په رسمي ورځو کې شوې وی؛ د زدهکوونکیو او ښوونکیو د وربلل کېدا ادعا به یو څه سمه وه؛ خو ګلبدین حکمتیار د جمعې په ورځ غونډې ته وینا کړېده.
منصور وايي، هېڅوک په زور دې ته اړویستل شوي نهدي، چې په غونډه کې ګډون وکړي.
د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، پوهنې وزارت په سیاسي غونډو کې د زدهکوونکیو د ګډون مخالف دی.
مهرداد وايي، که د پوهنې ریاست لهخوا په غونډه کې د زدهکوونکیو او ښوونکیو د ګډون اسناد وړاندې شي؛ دوی به یې ورسره جدي چلن وکړي.
دغه راز د حزب اسلامي ویاند نادر افغان سلام وطندار ته وویل، د حزب اسلامي امیر میلیوني پلویان لري او زیاتوي، دوی حتا په غونډه کې د زرګونو کسانو د ګډون ممانعت هم کړی و.
د افغان پر وینا، د حزب اسلامي بنسټ د ځوانانو له لوري کېښودل شوی؛ بنا ځوانان د امیر په وینا کې د ګډون پهپاره زیاته لېوالتیا لري.
د حزب اسلامي ویاند زیاتوي، د کابل نفوس شاوخوا ۸ میلیونه دی، چې لږ تر لږ یو میلیون یې د امیر پلویان دي.
نادر افغان دا هم وویل، چې د حزب اسلامي امیر د وینا اورېدلو ته حتا په ګاونډي پاکستان کې هم زرګونه تنه راټول شوي وو.





