هلمند کې جګړه ځپلې کورنۍ د سولې خبرو پیلېدل غواړي

که څه هم تلپاتې سوله د ټولو افغانانو هیله ده، خو هلمند بیا د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې په‌کې سخته جګړه روانه ده او لا یې هم هره ورځ له ځوانانو، ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو قرباني اخلي.

هغه کورنۍ چې په روانه جګړه کې يې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وايي، د سولې راتلو ته شېبې شمېري او تمه لري چي د جګړې دواړه غاړې د خبرو له لارې یوې پریکړې ته ورسېږي او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

بي‌بي عایشه هغه هلمندۍ مېرمن ده چې په جګړه کې يې خپل خاوند او ځوان زوی له لاسه ورکړي دي.

دغه مېرمن وايي، سخت ژوند تېروي، خو بیا يې هم سولې ته تمه ده، څو نورې مېرمنې د دې په څېر له کړاوونو سره مخ نه شي.

دغې مېرمنې ته ورته نورې ډېرې مېرمنې هم د جګړې له کبله د ژوند ترخې کیسې لري او یوازې اوس په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې سوله به راځي او بېرته به ارام ژوند ته ورګرځي.

په هلمند کې جګړه ځپلې کورنۍ له ښکېلو غاړو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د سولې په برخه کې له خپل اغېز نه کار واخلي او پر افغان حکومت او طالبانو فشار راوړي، څو هر څه ژر د سولې خبرو ته کېني او جګړه پای ومومي.

د هلمند اوسېدونکي یارمحمد او جماالدین  وايي، سره له دې چې په هېواد کې روانې جګړې یې د ورور، پلار، خپلوانو او ملګرو ژوند اخیستی، خو د سولې پیلېدونکو خبرواترو ته ځکه خوشحاله دي چې لږترلږه دوی، د کورنۍ نور غړي او هېوادوال به ارام ژوند وکړي.

د تېرو دوو لسیزو جګړو نه یوازې له بې‌ګناه افغانانو قرباني اخیستې او ګڼ‌شمېر کورنۍ او ماشومان یې بې‌سرپرسته کړي، بلکې اقتصادي زیان يې هم ور اړولی دی.

هلمند کې دغه جګړه ځپلې کورنۍ داسې مهال د سولې خبرو پیلېدو ته هیله‌مند دي چې د ځینو هېوادونو له‌خوا د ۴ سوو طالب بندیانو په ډله کې د یو شمېر هغو له خوشې کېدو سره تر مخالفت وروسته د بندیانو د خوشې کولو بهیر درول شوی او ورسره د سولې مخامخ خبرې هم تر نامالوم وخته ځنډېدلې دي.

خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا تازه ویلي چې طالبانو په بریدونو او د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې پروسې په اړه خلک ناهیلي کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام