د افغانستان په اړه د یوناما د سرمنشي ۳ میاشتنی راپور

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور د دې سازمان امنیت‌شورا ته وړاندې کړ.

په‌ یاد راپور کې امنیتي اندېښنې، د افغان سولې پروسه او سیمه‌ییزې همکارۍ، د بشري حقونو وضعیت، د کډوالو بېرته راستنېدل او د ټاکنو پروسه څېړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په‌دې راپور کې ویلي، له یوشمېر لاسته راوړنو سره سره، د افغان سولې او امنیت موضوع اوس هم پېچلې او د اندېښن وړ ده. ښاغلي ګوتریش په‌دې برخه کې له وسله‌والو طالبانو سره د ملي یووالي حکومت ۳ ورځني اوربند او د داعش ډلې فعالیتونو ته هم اشاره کړې ده.

انتونیو ګوتریش په ۲۰۱۸م کال کې د ملکیانو مرګ‌ژوبلې په اړه داسې لیکي: «یوناما د جولای په پنځلسمه د وسله‌والو نښتو پرمهال د ملکیانو ساتنې په اړه ۶ میاشتنی راپور کړ. یوناما د ۲۰۱۸ کال د جنوري له لومړۍ د جون تر ۳۰مې د ۵۱۲۲ کسانو مرګ‌ژوبله ثبت کړې چې ۱۶۹۲ یې وژل شوي او ۳۴۳۰ نور یې ټپیان دي.»

دغه راز د دې راپور په یوه برخه کې لیکل شوي، که څه هم وسله‌والې نښتې په افغانستان کې د امنیتي پېښو ۶۱ سلنه جوړوي، خو بیا هم سږکال د تېر هغه په پرتله ۱۴سلنه کمې شوي دي.

ګوتریش د ټاکنو برخه کې د سیاسي ګوندونو اعتراضونو ته اشاره کړې او د یادې پروسې په روڼتیا یې د هغوی د ټینګار یادونه هم کړې ده.

د دې ترڅنګ نوموړي ویلي چې د افغانستان ټاکنو بهیر ملاتړو هېوادونو ژمنه کړې چې له یادې پروسې سره به ۵۷ میلیونه ډالره اضافي مرسته کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام