
له هغه وروسته چې په کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي ووژل شول، ولسمشر غني وايي چې یو ګواښوونکی خوځښت د وروستیو نږدې دوو لسیزو ازادي او ارزښتونو پر وړاندې پیل شوی او حکومت یې د مخنیوي لپاره ژمن دی.
د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي په یوه ټویت کې لیکلي چې ولسمشر نن د کابینې په غونډه کې د بشري حقونو کمېسیون پر کارکوونکو له وحشته ډک او ترهګریز برید غندلی دی.
د نوموړي په وینا، ولسمشر امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د بشري حقونو فعالانو او د مدني بنسټونو او لویې څارنوالي د کارکوونکو امنیت خوندي کړي.
د بشري حقونو کمېسیون د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغې ادارې دوه کارکوونکي د کابل په دولسمه امنیتي حوزه کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون د دغو دوو کارکوونکو وژل کېدو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارول.
په کابل کې د امریکا، اېټالیا، اروپايي اتحادیې د سفیرانو او د یوناما ادارې په ګډون، یوشمېر سفارتونو د یادې چاودنې د غندنې ترڅنګ، هغه د بشر ضد عمل وباله او له د عاملانو د په نښه کېدو او سزا ورکولو غوښتنه یې وکړه.





