
د نفوسو احوالو ثبت ادارې رییس همایون محتاط نن کابل کې خبري غونډې کې د کاغذي تذکرو وېش کمپاین د پای ته رسېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې پهدې کمپاین کې ۵ میلیونو هېوادوالو کاغذي تذکرې اخېستې دي.
د ښاغلي محتاط په وینا، پهدې بهیر کې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه ۱۰۷۸ ګرځندو او ۴۴۱ ثابتو ډلو هېوادوالو ته تذکرې ووېشلې.
د ښاغلي محتاط د معلوماتو له مخېو په ۳۰ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله تذکرې نهدي وېشل شوي.
دغه کمپاین هېوادوالو ته په ټاکنو کې د ګډون اسانتیا رامنځته کولو په موخه پیل شویو.
د نفوسو احوالو ثبت ادارې رییس همایون محتاط د تذکرو وېش په بهیر کې د سرغړونو پېښې مني او وایي د دوی د موندنو پر بنسټ، د سرغړونو په تور لویې څارنوالۍ ۴۲ کسان نیولي دي.
ښاغلی محتاط همداراز وايي، د نفوسو احوالو ثبت ادارې په ډیټابیس کې ۲۵ زره کتابونه ثبت شوي چې ۱۶ اعشاریه ۸ میلیونه هېوادوال رانغاړي.

دی وایي، د ۵ میلیونو نویو وېشل شویو تذکرو ۲۴۰۰ کتابونه هم ډیټابیس کې ثبت شويدي.
د ښاغلي محتاط په باور، سر له راتلونکې چارشنبې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دې ادارې له فلتر شوي ډیټابیسه ګټه اخېستلی شي.
په ورته وخت کې بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد خبري غونډې ته وویل چې کمېسیون له اړوند بنسټونو سره د درغلۍ په اړه د هېوادوالو اندېښنو لېرې کولو په موخه ډیټابیس کې د رایورکوونکیو د درج لهپاره ۸۵۰ کارکوونکي ګومارلي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې ځېنې سیاسي ګوندونه او جریانونه دعوه کوي چې د کاغذي تذکرو د وېش کمپاین پرمهال زیاتې جعلي تذکرې وېشل شوېدي.
ښاغلي صیاد وویل چې تراوسه یوازې درې سیاسي ګوندونو د څارنې اعتبارلیک ترلاسه کړی او نورو ګوندونو لا غوښتنلیک نهدی ورکړی.
غونډه کې امنیتي بنسټونو ژمنه وکړه چې د سرغړونو مخه نیسي او په ټینګار یې وویل چې سرغړونکیو او درغلانو سره جدي چلند کوي.





