په هیلې او ډار سره د مرکچي پلاوي د جوړېدو هڅه

افغان سیاستوال یوازې ۹ ورځې نور وخت لري چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره مرکچي پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو اترو نه ۱۸ میاشتې تېرېږي، خو افغان لوری لا هم د یوه پلاوي پر جوړښت نه دی سره سلا شوی.

پرون په کابل کې د امریکا، ناټو او افغان دولت د ګډې اعلامیې په اړه له خبري کنفرانس وروسته د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په بيړه سپېدار ماڼۍ ته لاړ او د هغه پلاوي د استولو په اړه یې غبرګون وښود چې قطر ته د همغږي کوونکي ټیم په توګه استول شوی دی.

عبدالله خبرداری ورکړ چې که د سولې مرکچي پلاوی ټول‌شموله نه وي، د خبرو پایله به هم د پلي کولو وړ نه وي.

د عبدالله له څرګندونو ښکاري چې د امریکا له ټینګار او د سولې په هوکړه‌لیک کې د ورکړل شوي وخت پر محدودیت سربېره لا هم د پلاوي د ټاکلو پر سر اختلافونه او ناندارۍ روانې دي.

طالبانو ته نږدې کس سیداکبراغا وايي، که په دې اړه هم بهرنیان لاس په‌کار نه شي، افغان سیاسي مشران به د پلاوي د جوړښت په اړه پایلې ته ونه رسېږي.

بله‌خوا جمهوري ریاست د مرکچي پلاوي د تشکیل په اړه یو ګام شاته شو.

له دې واړندې دولت ټینګار درلود چې د دغه پلاوي غړي باید دولتي ماموران وي، خو ولسمشر غني د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیکېدو یوه ورځ وروسته د ټول‌شموله پلاوي د جوړولو خبر ورکړ.

ولسمشر د پلاوي په اړه هم خپلې ملاحظې او طرحې لري او وايي، د پلاوي په تشکیل کې باید د اغېزمنتوب، تنوع او د پرېکړې کولو ډېر معیارونه موجود وي.

د ولسمشر وړاندیز دا دی چې باید یو اته کسیز پلاوی جوړ چې نسبي واک ولري، خو د دغه پلاوي اصلي تنه به د مصالحې د عالي شورا په نوم په کابل کې جوړه شي. دغه اته کسیز پلاوی باید په مدیریتي، حقوقي او نظامي برخه کې پوهه ولري.

ولسمشر غني زیاتوي، د ۱۴ کسیز پلاوي د جوړېدو په څېر وړاندیزونو باندې هم باید بحث وشي او په وینا یې، د دغې نسخې د تجویز لپاره هم لاره لري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه چې «افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه‌لیک» بلل شوی او تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو، خو ورسره هم‌مهال افغان حکومت، امریکا او ناټو هم دلته په کابل کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په‌کې له افغان حکومت او ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام