
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د «ټولشموله حکومت» له ولسمشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
دا لیدنه چې نن په سپېدار کې شوې، یاماموتو د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د یوناما دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو لپاره چې له اساسي قانون سره سم د ټولو لپاره د منلو وي، د مشرانو د یووالي پر ارزښت» ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، یاماموتو ویلي چې دا موضوع د سولې خبرو اترو لپاره د یوه پلاوي ټاکلو لپاره مهمه ده.
د عبدالله عبدالله د رسنیو دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تازه ویلي چې امریکا د محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره هڅه کوي.





