حکمتیار به دوستم بېرته راولي؟

ځېنو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار او د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر او د جنبش ګوند غړی فیض‌الله ‌ذکي ترکیې ته سفر کړی دی.

په راپورونو کې راغلي دوی افغانستان ته د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم راستنېدو په اړه هغه سره لیده کاته کوي.

ویل شوي چې ترکیې ته د ښاغلي حکمتیار او ذکي سفر د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوی دی.

خو د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وايي، فیض‌الله ذکي په یو شخصي سفر ترکیې ته تللی او داسې کوم څه نه شته چې جزیات ورکړي.

هڅه مو وکړه ترکیې ته د کار او ټولنیزو چارو وزیر د سفر په اړه د اسلامي جنبش ګوند نظر هم ترلاسه کړو خو بریالي نه‌شو.

ورته وخت کې د حزب اسلامي ګوند د سیاسي کمېټې یو غړی د نوم نه ښودو په شرط سلاموطندار ته وویل، ګلبدین حکمتیار به د ترکیې په سفر کې د ځېنو سترو ملي مسلو په اړه بحث وکړي.

د سرچینې په وینا، وار دمخه ترکیې ته د حکمتیار د سفر موخو او پایلو په اړه څه نه‌شي ویلی، خو زیاتوي کله چې هېواد ته را ستون شي؛ بیا به د سفر موخه او پایلې رسنیو سره شریکې کړي.

دا داسې مهال دی چې حکومت جنرال دوستم سره د خبرو په موخه له دې وړاندې هم ترکیې ته څو ځلې پلاوی لېږلی و؛ خو کومه لاسته راونه یې نه درلوده؛ وبه کتل شي چې د دې پلاوي د سفر پایلې به څه وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام