نن له غرمې شاوخوا لس بجې د پخواني ولسمشر او د ملي نجات ګوند مشر صبغت‌الله مجددي د جنازې مراسم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشول.

په‌دې مراسمو کې ولسمشر محمداشرف غني، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، پخواني ولسمشر حامدکرزي او نورو لوړ پوړیو دولتي چارواکیو برخه اخېستې وه.

ولسمشر غني په‌دې مراسمو کې صبغت‌الله مجددي په وروستیو ۴۰ کلونو کې په سیاسي لحاظ یو اغېزناک شخص وبللو چې تل به یې د ملي یووالي له‌پاره هلې ځلې کولې.

ښاغلي غني د جنازې په مراسمو کې وویل چې د ثور له ګودتا وروسته مجددي اولنی شخص و چې د روسي ځواکنو پر وړاندې یې په افغانستان کې اعتراض وکړ او د روسي ځواکونو پر وړاندې یې ګام پورته کړ.

ولسمشر وویل چې صبغت‌الله مجددي له ولسمشرۍ دورۍ وروسته قدرت په سالمه توګه تحویل کړ.

صبغت‌الله مجددي په ۱۳۰۷ لمریز کال د کابل ښار په یوې روحاني کورنۍ کې دې نړۍ‌ ته راغی.

مجددي له بن کنفرانسه وروسته د ملي شورا د رییس او د سولې د ټینګښت کمېسیون رییس دندې تر سره کړې.

هغه پرون د ۹۳کلونو په عمر په کابل کې له‌دې نړۍ سترګې پټې کړې. حکومت په همدې پار نن ورځ رخصت اعلان کړی او د هېواد بیرغ نیم ځوړند دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام