ولسمشر: د سولې خبرو د پیل لپاره به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه شي

ولسمشر محمداشرف غني وايي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه او په دې برخه کې نور اقدامات هم وکړي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د هغو امنیتي ځواکونو د خوشې کولو لړۍ هم چټکه کړي چې ورسره بندیان دي.

ولسمشر غني نن د کوچني اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې د طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له یادې ډلې یې وغوښتل چې تر دې ډېر افغانانو ته زیان ونه رسوي او سولې ته د رسېدو لپاره دوامداره اوربند وکړي.

ولسمشر د بین‌الافغاني خبرو اترو د افغانستان د قضیې اساسي حل وباله او زیاته یې کړه، د حکومت د سولې مرکچي پلاوی تیار دی چې ډېر ژر مخامخ خبرې پیل کړي.

ولسمشر زیاته کړه: «سوله زموږ ملي غوښتنه ده او باید پوه شو چې د سولې هوکړه‌لیک د افرادو او ډلو کار نه، بلکې په افغانانو پورې اړه لري او وروستۍ پرېکړه به هم خلک کوي.»

محمداشرف غني وویل، ځینو کړیو طالبانو ته ویلي، که دوامداره اوربند وکړي، خپل سیاسي وزن به له لاسه ورکړي، خو په وینا یې، «چېرته چې دا وزن ثابتېږي، هغه د مذاکراتو مېز دی، نه د جګړې ډګر.»

د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله هم د طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند اعلان سولې ته د رسېدو لپاره مثبت بللی دی.

نوموړي هیله‌مندي ښودلې چې دغه اوربند به د بندیانو خوشې کولو لړۍ چټکه او په هېواد کې د تاوتریخوالي کموالي او د سولې مخامخ خبرو اترو د پیل لامل شي.

طالبانو بېګاه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ.

ولسمشر محمداشرف غني هم د طالبانو له اعلان وروسته افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د اختر په درې ورځو کې اوربند وکړي او پر طالبانو خپل بریدونه ودروي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان د امریکا، ناټو، کاناډا او ځینو نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام