د راتلونکیو ټاکنو د روڼوالي په اړه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو اندېښنې

د پارلمان وکیل او د حزب اسلامي غړی عبیدالله بارکزی

ځېنو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او ځوانانو د ټولنو استازیو نن په کابل کې د بېلابېلو غونډو په جوړولو سره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکیو ټاکنو د رڼوالي او څرنګوالي په اړه اندېښنې په ډاګه کړې.

د ځوانانو اجتماعي او مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر عبدالودود افغان وویل، په حکومت کې دننه او بهیر ځېنې کړۍ په لوی لاس په ټاکنو کې د درغلیو د زمینې د برابرولو له‌پار اسانتیاوې برابروي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په چارو کې لاسوهنه، د حکومتي مشرانو ترمنځ ستونزې، په ۲۰ ولایتونو کې د امنیتي وضعیت خرابېدل،  له ۱۰۰۰ ډېرو ټاکنیزو مرکزونو نه فعالېدل او داسې نورې ستونزې دا په ډا‌ګه کوي چې دا ټاکنې به له جدي مشکلاتو سره مخ وي.

د ځوانانو ټولنیزو او مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر ښاغلي افغان زیاته کړه چې له درغلیو نه په ډکو ټاکنو کې به د خلکو ګډون کم وي او تر څنګ به یې ډېری خلک د رایې له ورکړې محروم شي.

ده په ورته وخت کې وړاندیز وکړ چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون دې د راتلونکو ټاکنو په اړه جدي تدابیر ونیسي.

دغه راز نن په کابل کې د ځېنو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غړیو هم د ټاکنو د څرنګوالي په هکله د یوې غونډې پرمهال په ټاکنو کې د درغلیو او فساد په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د سیاسي ګوندونو په استازولۍ د پارلمان وکیل او د حزب اسلامي غړي عبیدالله بارکزي په ټاکنو کې د زورواکانود لاسوهنې د مخنیوي، سیاسي ګوندونو ته د ټاکنو په پروسې کې د نظارت حق ورکول، په مرکزي او ولایتي ټاکنیزو دفترونه کې نوماندانو ته د خونو ځانګړي کول، په ټولو ولایتونو کې د ټاکنیزو مرکزونه عادلانه ایجاد، د سرتاسري ټاکنو تر سره کېدل، د ټاکنو رڼوالي ته جدي پام، ټولو وګړیو ته په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابرول او ګڼې نورې غوښتنې وکړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې مدني ټولنې د ټاکنو د کمېسیون له لوري ۳ میلیونو ډېرو کسانو د نوم‌لیکنې خبر ردوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام