
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس ملاعبدالغني برادر له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته، جېمز ډبېنز ویلي چې دا کار «په کمه بیه د یوه باارزښته څیز پلورلو» په معنا دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما د حکومت استازي او د افغانستان له وضعیته باخبره ډیپلوماټ ډبېنز له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې، ډونالډ ټرمپ یو «اکټور» بللی او ویلي یې دي چې د امریکا پخوانیو مشرانو دا ډول اړیکې نه لرلې.
ډونالډ ټرمپ او ملا عبدالغني برادر پرون ناوخته له یو بل سره ۳۵ دقیقې ټیلیفوني خبرې اترې درلودې. دا له برادر سره د امریکا د ولسمشر لومړنۍ ټیلیفوني اړیکه وه.
تر دې مخکې امریکا او طالبانو یو بل د اشغالګر او ترهګرو په نومونو یادول، خو اوس یې د دوستۍ لاره خپله کړې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپلې ټويټرپاڼې د ټرمپ خبرې را اخیستي او زیاته یې کړې ده چې د نوموړي طالبان ځواکمن خلک او د هېواد جنګیالي بللي دي. د شاهین په وینا، ملابرادر له ټرمپ سره د خبرو پر مهال له امریکا سره پر مثبتو اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، «تاسې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په راتلونکي کې د مثبتو اړیکو لپاره غوڅ دریځ غوره او چا ته اجازه مه ورکوئ چې په دې اوږدمهالې جګړه کې مو ښکېل وساتي. د هېواد خپلواکي او د خوښې وړ حکومت جوړول د افغانانو مسلم حق دی.»

د پوهنتون استاد علي امیري وايي، امریکایانو افغانستان او حکومت یواې پرېښی. د نوموړي په اند، د برادر او ټرمپ خبرې اترې په دې معنا دي چې امریکا د سولې په بهیر کې ډېر جدي دی او په دې برخه کې هېڅ لورېینه نه لري. هغه وايي، د امریکا کړنلارې د طالبانو د مشروعیت کچه لوړه کړې ده.
ولسمشر محمداشرف غني تازه د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې له پاکستان نه راووځي.
تر دې مخکې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اوربند، د طالب ډلې او پاکستان هوکړې په اړه وضاحت او د نشهيي توکیو د سوداګرۍ بندول د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د افغانستان شرطونه په ګوته کړي وو.
د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کول «د افغانستان لپاره د سولې راوستلو» په هوکړهلیک کې چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په قطر کې لاسلیک شو، یو اساسي شرط دی.





