
د ولسمشر سلاکار وايي، د طالب ډلې ستر شخصیتونه نه شي کولای چې د دولت د سولې له مرکچي پلاوي سره علمي بحث وکړي. نوموړی د بینالافغاني خبرواترو په پیل کې د ځنډ لامل هم د سولې پر مېز د طالبانو د استدلال کمزوري یادوي.
د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو عمومي رییس وحید عمر نن د ځوانانو په ملي کنفرانس کې وویل چې په درې برخو ـ د تاوتریخوالي کول، په سیمه کې د ملاتړو او پټنځایونو لرل او د نشهيي توکو مالي سرچینې لري، خو د زموږ د مرکچي پلاوي پر وړاندې د بحث پوهه او مهارت نه لري.
نوموړي وویل چې د دولت د سولې مرکچي پلاوی له طالب ډلې سره د سولې خبرواترو ته چمتو دی او په دیني، حقوقي، قانوني، اقتصادي، سیاسي او … برخو کې به ورسره بحث وکړي.
ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي. طالبانو تر اوسه د یادو خبرواترو د لومړنۍ اجندا په اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر سلاکار وايي، د دولت مرکچي پلاوی به لومړی پر اوربند او ترې د څارنې پر میکانیزم له طالبانو سره بحث وکړي.
عمر وویل، طالبانو باید د سولې خبرواترو پر مهال چاودنې او ځانمرګي بریدونه ونه کړي.
هغه داسې مهال طالبان د سولې خبرواترو مېز او د تاوتریخوالي پرېښودو ته رابولي چې ټاکل شوې د دولت د سولې مرکچي پلاوی تر یوې ورځې پورې قطر ته ولاړ او هلته د طالبانو له مرکچي پلاوي سره بینالافغاني خبرې اترې پیل کړي.





