عبدالله عبدالله: حکومت د رڼو ټاکنو کولو ته ژمن دی

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس وايي، حکومت د رڼو ټاکنو کولو ته ژمن دی او د بایومټریک سېسټم کارولو په اړه به د ټاکنو کمېسیون وروستی دریځ د خلکو او سیاسي ګوندونو اندېښنې لرې کړي.

نوموړي چې د برهان‌‌الدین رباني د اووم تلین په نمانځغونډه کې خبرې کولې وویل، د ولسمشرۍ راتلونکیو ټاکنو کې نوماند نه‌دی او په‌دې اړه پرېکړه به د خلکو په مشوره وکړي.

عبدالله زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت باید د خلکو له نیوکو او شکایتونو سره سره تر راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو دوام وکړي.

په همدې حال کې د جمعیت اسلامي ګوند رییس صلاح‌الدین رباني وايي چې سیاسي ګوندونه د بایومټریک کارولو پرمهال راتلونکیو ټاکنو کې ګډون ته ژمن دي.

نوموړي زیاته کړه، هر هغه پلان چې ولسواکي کمزورې او بدنامه کړي، په حقیقت کې د افغانانو له ښې راتلونکې سره دوښمني ده.

بلخوا د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمدمحقق په راتلونکیو ټاکنو د بایومټریک کارول یو ښه ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید په عمل کې سیاسي ګوندونه ومني.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد تر دې وړاندې د ټاکنو په شپږمه ملي غونډه کې ویلي وو چې د ټاکنو بایومټریک کولو په اړه یې له بېلابېلو شرکتونو سره اړیکې نیولي او رایې ورکوونکي به د ټاکنو په روځ بایومټریک شي.

محمدمحقق دغه راز ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه دې د سترملي اېتلاف پروړاندې له زوره کار نه‌اخلي.

نوموړي زیاته کړه، په‌کار ده چې د اېتلاف پروړاندې له زوره کار اخیستلو پرځای، ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې کورنیوچارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و، که ګوندونه او سیاسي بهیرونه د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه وتړي، امنیتي ځواکونه به یې پروړاندې له زوره کار واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام