د ۳ هوکړه لیکونو امضا د کابل او بیجينګ ترمنځ د اړيکو د نوي فصل په معنا دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د چين سياست سيمه ییز ثبات ته لاره هواروي او دغه هېواد د افغانستان د سولې او ثبات اصلي عامل دی.

اشرف غني د افغانستان او چين د دوستۍ د ۶۰ مې کليزې په نمانځ غونډه کې زیاته کړه، چې چين د افغانستان پخوانی ملګری پاتې شوی.

په دغه غونډه کې د چين د ولسمشر مرستیال " لي يوان چاو" هم ګډون درلود.

هغه نن سه شنبه (نومبر۳مه) د ځينو نورو لوړ پوړو چارواکو سره کابل ته راغی.

همدارنګه ولسمشر غني زیاته کړه، چې د افغانستان جنګ یو سيمه ییز او نړېوال جنګ دی او باید د سيمې هېوادونو په ګډون د نړۍ نور هېوادونه هم په دغه جنګ کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د هېواد ولسمشر دا هم وویل، چې افغانستان لومړی باید د چين په مرسته له پاکستان سره سوله وکړي او وروسته بیا د سيمې د ثبات له پاره کار وکړي.

له بل لوري د چين د ولسمشر مرستیال د خپلو مرستو پر دوام د ټينګار تر څنګ وویل، چې دوی چمتو دي، څو له افغان حکومت سره د تروریزم سره د مبارزې او سولې ثبات په برخه مرسته وکړي.

لي یوان چاو وايي، په پام کې ده د افغانستان اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د شانګهای په ناسته کې ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو په اړيکو به خبرې اترې وشي.

چين په داسې حال کې له افغانستان سره د سولې په باب د مرستو کولو اعلام کوي، چې څو میاشتې وړاندې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو په پاکستان کې د چين او امريکا د استازو په ګډون ترسره شوه.

د چين او افغانستان ترمنځ د ۳ مهمو اقتصادي موافقو لاسلیک

د چین مرستیال ولسمشر چاو او ورسره راغلي پلاوي په کابل کې له افغان حکومتي چارواکو سره د امنیت، بیا رغونې او تعليم په برخو کې ۳ مهم یادښتونه لاسلیک کړل.

په یاد تفاهم ليکونو کې افغانستان ته د څلورو امنیتي سکنرونو ورکول او په کابل کې د ۱۰ زره اپارتمانونو جوړول هم شامل دي.

ولسمشر غني وویل، چې له امنیتي سکنرونو څخه به پولیس او د ملي امنیت ریاست په کابل ښار کې د خلکو او موټرو د سکن کولو له پاره کار واخلي.

هغه همداراز زیاته کړه، د چین له لوري جوړېدونکي اپارتمانونه به د شهیدانو د کورنیو غړیو او دولتي مامورینو ته ورکړای شي.

د چين هېواد له لوري به د ۱۰ زره اپارتمانونو پر جوړولو ۵۰۰ میليونه ين، چې شاوخوا ۷۹ ميليونه ډالره کيږي  ولګېږي.

چين  مخکې له دې ۱۸۰ میليونه ډالره د افغانستان  په نظامي برخه کې او يو ميليون ډالر يې د زلزلې له امله زیانمن شویو سره مرسته کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام