
نن په کابل کې د سولې پرمختګ او فساد کموالي تر سرلیک لاندې د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د اروپایي ټولنې څلورم کلنی کنفرانس جوړ شو.
پهدې کنفرانس کې د افغانستان د بیارغونې لهپاره د امریکا ځانګړي مفتیش جانساپکو وویل، فساد هغه ګواښ دی چې جګړه اوږدوي او د سولې د راوستلو مخه نيسي او د هېواد په پراختیا هم ناوړه اغېز لري.
ده همداراز وویل، سره لهدې چې د فساد د مخنیوي په اړه هڅې شوېدي؛ خو د کاري موکو د ډېرېدو او د پانګونې زمینه برابره شي.
د ده په وینا، د السیزه ډېره بهراني ده او افغانان باید پهدې باوري شي چې ټاکنې به رڼې وي او رایې به یې ارزښت ولري.
دغه راز په افغانستان کې د اروپایې ټولنې سفیر پیرمایدون پهخپلو کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د اداري فساد پر وړاندې باید ګډه مبارزه وشي.
ښاغلي پیرمایدون د اروپایې ټولنې څلورم کنفرانس د دې لهپاره ښه فرصت وبللو چې د فساد پر وړاندې د مبارزې روحیه پیاوړې کوي؛ ځکه خو نور د فساد پر وړاندې زغم نهلري.
دغه راز د فساد پر وړاندې د مبارزې د اروپایي ټولنې څلورم کنفرانس ته ولسمشر محمداشرف غني په بېلابیلو برخو کې د حکومت لاستهراوړنې او ستونزې بیان کړي.

ده همداراز وویل، نړۍواله ټولنه باید له اداري فساد سره په مبارزه کې مرستو ته دوام ورکړېده. د افغان ولسمشر وویل چې پهدې اړه افغان دولت ژمن دی او هڅې یې دوام لري.
افغان ولسمشر زیاته کړه، افغانستان باید پر ځان بساینې ته ورسېږي او د ګاونډیو او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د نظر یووالی رامنځته شوېدی چې افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو د راکړې ـ ورکړې یو دهلیز وي او سیمهيیزې همکارۍ باید دوام وکړي.
ښاغلي غني همدارنګه ټینګار وکړ چې بازې قواعدو بدلون کړی او شونې ده چې د سولې هڅې بریالۍ شي.
ښآغلی غنی وویل چې حکومت د فساد پر وړاندې ټینګ ګامونه پورته کړي؛ خو لا هم ستونزې شته او په وینا یې، پارلمان لا هم فساد سره د مبارزې په برخه کې کومه کړنلاره نهلري.
دا کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې ټاکل شوې، د روان زېږدیز کال په جون په میاشت په ژینوا کې د افغانستان په اړه د مرستندویو هېوادونو ګډ کنفرانس جوړ شي.





