د ایران خارجه وزیر: سیمه کې د ترهګرو د تقویت حرکتونه موجود دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جواد ظریف وايي، چې افغانستان او ایران په ننګوونکې سیمه کې موقیعت لري او دغه راز ورځ تربلې په‌کې د پردیو په لاسوهنو سره ترهګریز فعالیتونه ډېرېږي.

جواد ظریف وویل، چې په سیمه کې د ترهګرو د ځواکمنتیا حرکتونه هم موجود دي او دا ځواکمنتیا باید د دواړو هېوادونو په مرسته او ګډه مبارزه پرته له کوم تفکیکه له منځه یوړل شي او د ملاتړ مخه یې ونیول شي.

ظریف دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په یوې ګډې خبري غونډه کې وکړې.

ډاکټر جواد ظریف دوو اړخیزو همکاریو په هدف کابل ته راغلی.

جواد ظریف وویل، کابل ـ تهران د ګډو همکاریو له‌پاره ډېره زمینه لري؛ خو د ترهګرۍ، تاوتریخوالي، نشه‌يي توکیو، انساني قاچاق، د ترهګرو مالي ملاتړ که هغه د نشه‌یي توکیو او که د تورو پیسو له لارې وي باید په مقابل کې یې جدي مبارزه وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان سره په اقتصادي او نورو برخو کې هم د همکاریو په دوام ټینګارو کړ.

دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني وویل، د ترهګرۍ تر ټولو زیات زیان اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول زموږ سیمې ته رسېږي، چې پر وړاندې یې باید جدي مبارزه په‌کار ده.

رباني د ترهګرو زیان په برخه کې د بلخ شاهین قول اردو او دغه راز د ایران پوله ساتو ځواکونو وژنو ته اشاره وکړه.

صلاح‌الدین رباني وویل، د ترهګرو جرړې او تمویل سرچینې له افغانستانه بهر دي او نړیوال باید د هغوی د نابودولو په برخه کې جدي ګامونه واخلي.

نوموړی وايي، د ترهګرو پر خلاف مبارزه هغه مهال کامیابېږي، چې د نورو هېوادونو په پرتله اسلامي نړۍ د ترهګرو په برخه کې واحد تعریف پيدا کړي او له هر ډول تفکیک پرته تعقیب شي.

ټاکل شوې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به له ولسمشر، اجرایوي رییس او د افغانستان د ملي امنیت شورا له مشر سره هم وګوري او په اړوندو مسایلو به خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په‌داسې حال کې کابل ته راځي، چې په وار ـ وار ځېنو سیمه‌ییزو چارواکیو او د ملي شورا یو شمېر غړیو له دې مخکې اندېښنه ښودلې، چې تهران د افغان دولت له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د وسلو او مهماتو مرستې کوي.

د راپورنو له مخې، ایران په سرحدي سیمه کې طالب ډلګیو ته نظامي روزنه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام