
افغان ولسمشر محمداشرف غني نن د افغان ملي امنیتي ځواکونو د نمانځغونډې، سرتېرو ته د ډالیو او رتبو د ورکولو په مراسمو کې وویل چې امنیتي ځواکونه باید د دوښمنانو د احتمالي بریدونو د دفعکولو لهپاره چمتووالي ولري.
د ښاغلي غني په خبره، که څوک چمتووالی ونهلري، سبا پړ ګڼل کېږي.
ولسمشر غني زیاتوي، د افغان ولس پر وړاندې د د بریدونو دفعکول باید د افغان امنیتي ځواکونو لومړیتوب وي او د پسرلي لهپاره بشپړ چمتو شي.
ده په ورته وخت کې دا هم وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د جنګ په لومړي خت کې د نړۍوال امنیت لهپاره جنګېږي.
د کب ۹مه په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د ورځې په نامه نمانځل کېږي.





