
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن یوې خبري غونډه کې اعلان وکړ چې نن رسماً د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لهپاره د نوماندانو نوملیکنې بهیر پيل شو.
د ښاغلي صیاد په وینا، د ټاکنو کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د هغو کسانو لهپاره چې ځانونه را روانو ټاکنو ته نوماندوي؛ د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې پورې بشپړ چمتووالی لري.
داسې ښکاري چې د ټاکنو کمېسیون په کار کې پراخې لاسوهنې او د دې ادارې اعتبار، خپلواکۍ، او د پوښتنې وړ مخینې په اړه اندېښنې او پوښتنې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو اصلي اندېښنه ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وايي، د دې ادارې له منځه تللي اعتبار د بېرته را ګرځولو لهپاره د ټاکنو کمېسیون غړي چمتو دي چې د رڼښت تامینولو په لاره کې قرباني ورکړي او هېوادوال باید له دسیسو نه د مخنیوي لهپاره د دې کمېسیون په څنګ کې وي.

ښاغلی صیاد له حکومته غواړي، د دغه کمېسیون په چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر په وینا، له څلورو نویو جوړیو شویو ولسوالیو پرته د نورو ټولو ولسوالیو نفوس مشخص شوی او کلیو کې د رایورکوونکیو د نوملیکنې درېیم پړاو پیلولو لهپاره چمتووالی نیول شوی چې د ټاکنو حساس مواد هم سیمو ته لېږدول شويدي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو پر اساس، تر اوسه پورې د ټول هېواد په کچه ۳میلیونه ۲۲زرو ۹۴۶ کسانو نوملیکنه کړې او دغه شمېره د هرې ورځې په تېرېدلو سره د لوړېدو په حال کې ده.





