د والي او د ولايتي شورا ترمنځ کړکېچ؛ پنجشېر کې څه تېرېږي؟

د ټاکنيزو ټکټونو ترمنځ د کړکېچونو په تعقيب او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې له لوري د ټول‌شموله حکومت اعلان، د پنجشېر ولايتي شورا د دوشنبې په ورځ د حوت په پنځمه په يوه خبري ناسته کې د دې ولايت والي سلب صلاحیت کړ.

د پنجشېر د ولايتي شورا غړيو تاييد کړه چې د دې ولايت سيمه‌ييزې چارې به د ولايتي شورا د رييس له لوري مخته وړل کېږي.

د ولايتي شورا له لوري د دې ولايت د والي له سلب صلاحیت وروسته يو شمېر جهادي قومندانانو او په ولسي جرګه کې د پنجشېر استازيو د ولايتي شورا دروازه وتړله.

په ولسي جرګه کې د پنجشېر استازي وايي چې ولایتي شورا خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او په دې توګه نه‌شي کولی په مهمو دولتي مسلو کې مداخله وکړي.

ولسي جرګه د دې ولايت استازی زلمی نوري سلام‌وطندار ته وايي چې د قانون پر بنسټ د ولايتي شورا کاري دوره پای ته رسېدلې او دا شورا د خلکو په نه موجوديت کې نه شي کولای کار وکړي.

د نوري په وينا، د سيمه‌ييزې ادارې په اړه د پنجشېر د ولایتي شورا د غړيو دریځ د دوی شخصي نظر دی او د قانون له مخې هېڅ حق نه‌لري چې کوم دولتي چارواکی له دندې ګوښه کړي.

 د پنجشېر ولایتي شورا د دې شورا د دروازې تړل ردوي.

د ياد ولايت د ولایتي شورا مرستياله راحله عطايي وايي، د پنجشېر ولایتي شورا د حکومت له مرکزي ادارې ملاتړ او په دې ولایت کې د هر ډول ګډوډیو مخنیوي لپاره د دې ولايت اداري چارې پر غاړه اخیستې دي.

خو پنجشېر کې يو شمېر حکومتي مسوولان وايي چې وروستيو کړکېچونو پر کار او فعاليتونو هېڅ اغېز نه دی کړی.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رييس عبدالودود علي‌مردان سلام‌وطندار ته وايي چې ورځنۍ او اونيزې غونډې په عادي توګه دوام لري او دوی والي ته ځواب ويونکي دي.

د ټاکنيزو ټکټونو ترمنځ دا کړکېچونه هغه مهال ډېر شول کله چې د پنجشېر والي کمال‌الدین نظامي د روانې اوونۍ په پيل کې له عبدالله عبدالله خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نږدې پنځو میاشتو ځنډ وروسته برحال ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو ګټونکی اعلان ک؛ خو عبدالله عبدالله د يادو ټاکنو پايلې ونه منلې او د ټول‌شموله حکومت اعلان يې وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام