ولسي جرګه: د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی امنیتي تړون دې لغوه شي

ولسي جرګې په کابل او ننګرهار کې تر وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته، نن د رایو په ډېروالي سره د افغانستان او امریکا ترمنځ پر لاسلیک شوي امنیتي تړون د بیاغور کولو غوښتنه وکړه.

د دې جرګې غړي وايي، که څه هم افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لري، خو هره ورځ هېواد کې ترهګریز بریدونه او د ملکیانو او نظامیانو مرګ‌ژوبله ډېرېږي.

د ولسي جرګې غړی محمدسرور عثماني وايي، افغانستان په ناسم امنیتي وضعیت کې دی او له امریکا سره زموږ امنیتي تړون هېڅ ګټه نه‌‌ده کړې. د نوموړي په وینا، یاد تړون باید پلی یا هم لغوه شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی نذیراحمد حنفي وايي چې امریکا په لوی لاس یاد تړون نه‌عملي کوي.

ولسي جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون لغوه کولو په اړه تر بحث وروسته، پر یاد تړون د بیاغور کولو موضوع د رایو په ډېروالي تصویب کړه.

د ولسي جرګې غړي داسې مهال د افغانستان او امریکا امنیتي تړون په اړه د بیاغور کولو غوښتنه کوي چې په‌دې وروستیو کې د هېواد په کچه ترهګریزو پېښو او جګړو کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی دی.

تازه تېره ورځ ننګرهار کې د یوه ترهګریز برید له کبله ۶۸ کسان ووژل شول او ۱۶۸ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام