
د سولې عالي شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار سلام وطندار ته وویل، چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د پلاوي او سولې عالي شورا ترمنځ مذاکرات دوام لري.
نوموړي زیاته کړه، په کومو مادو، چې پخوا هوکړه شوې وه د ځينو په اړه يې وضاحت نه و ورکړ شوی او اوس د دغو مادو په واضح کولو کار دوام لري.
اسماعیل قاسمیار زیاتوي، چې تر ډېره دغه ستونزه هم وروستۍ شوې ده او تمه کیږي، چې ډېر ژر د ګلبدین حکمتیار او سولې عالي شورا ترمنځ دغه سند لاسلیک شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د حزب اسلامي د اجرایه شورا غړی ګل محمد ګلزی هم وايي، چې هوکړه لیک تر ډېره وروستۍ شوې ده او ډېر ژر به مثبتې پایلې ولري.
د نوموړي پر وینا، اوسمهال په دې اړه غونډې دوام لري او بحث په دې روان دی، چې ګلبدین حکمتیار څه وخت او څرنګه کابل ته راشي.
یاده دې وي، دا درېيم ځل دی، چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی د سولې د خبرو په تړاو کابل ته راځي.

د دوی په دویم ځلې ناستې کې داسې ویل شوي و، چې د حزب اسلامي د پلاوي او سولې د عالي شورا ترمنځ په جوړ شوي سند هوکړه شوې ده او د ګلبدین حکمتیار د لاسلیک له پاره سند هغه ته وړل شوی دی، خو کله چې دویم ځل د حزب اسلامي پلاوی راستون شو، نو داسې راپورونه خپاره شول، چې د دغه سند په ځينو مادو کې د بدلونونو غوښتنه شوې ده.
له هغه وروسته د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ وضعیت یو څه ترینګلی شو، خو اوس بیا دغه هیله مندي بیا پېدا شوې، چې ګني دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي او دغه هوکړه به ډېر ژر مثبتې پایلې ولري.





