
د ولسي جرګې یو شمېر غړو په ولسمشر اشرف غني توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، غني دوی ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي سکټور وزیرانو استیضاح په صورت کې به ملي شورا لغوه کړي.
د ولسي جرګې پروینا، ولسمشر خپله قانوني نه دی او نه شي کولی په دغه ډول ولسي جرګې ته خبرداری ورکړي.
د ولسي جرګې غړي لطیف پدرام وویل، هغه حکومت چې خپله قانوني نه دی څه ډول کولی شي ولسي جرګه لغوه کړي.
د ولسي جرګې بل غړی میرویس یاسیني وايي، د ملي یووالي حکومت د ټاکنیزو درغلیو په پایله کې رامنځته شوی او ویې ویل، غني د کوم قانون پر بنسټ ولسي جرګې ته خبرداری ورکوي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وکیلانو ته ډاډ ورکړ، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د ولسي جرګې په کارونو په ځانګړې توګه د وزیرانو استیضاح بهیر کې لاس وهنه وکړي.

همایون زیاته کړه، له ولسمشر سره یې خبرې کړي، خو په دې اړه يې له زیاتو معلوماتو ډډه وکړه او غونډه سري اعلان شوه.
خو د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال بیا وايي، ولسمشر د ملي شورا لغوه کولو په اړه د ملي شورا له هېڅ غړي او مقام سره خبرې نه دي کړي.
مینهپال وویل، ولسمشر له تېرو دوو کلونو راهیسې له ۳۰ زیاتې ګډې غونډې کړي، چې د اساسي قانون په چوکاټ او ملي ګټو پر بنسټ د درې واړو قواوو په مرسته افغانستان له ستونزو وباسي.
له دې ټولو سره، سره د ولسي جرګې غړو د پرېکړې پر بنسټ تمه کېږي چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د امنیتي سکټور وزیران استیضاح شي؛ خو تراوسه پورې معلومه نه ده، ولسي جرګه به دغه وزیران استیضاح کړي، که نه؟





