
د رسنیو د راپورو پر بنسټ، تېره ورځ د روسیې پوځیانو یو جوپه د دوو اونیو له پاره له پاکستاني پوځیانو سره د ځمکنیو تمریناتو او پوځي مانورونو په پار پاکستان ته ورسېدله.
د چارو افغان شننونکي د پاکستان او روسیې ترمنځ دا ډول پوځي مانورونه د پوځي اړیکو د پراختیا په معنا بولي، وايي، چې افغانستان او سیمې ته هغه وخت یو ډول ګواښ پېښولی شي، چې لوی قدرتونه سره ونښلي.
د چارو شنونکی جاوېد غفور پاکستان د غرب او امریکا تر فشار لاندې بولي، چې همدې فشارونو تر ډېره حده منزوي کړی هم دی. د ده په خبره، له امریکا سره د افغانستان او هند نږديوالي هم پاکستان وارخطا کړی، چې امله یې د پاکستان په سیاست کې بدلون راغلی دی.
د غفور پر وینا، چین او روسیه د شانګهای د بلاک یوه برخه په سیمه کې رامنځته کړي. د ده په باور، د روسیې په شان د لویو قدرتونو د اړیکو پراخېدل نه یوازې د افغانستان په زیان دي، بلکې په خپله پاکستان او ایران ته هم خطر پېښولی شي، ځکه چې د لویو قدرتونو په منځ کې کوچني هغه مقابله نه شي کولی.
د چارو بل څېړونکی کابل خان تدبیر هم په دی باور دی، چې پر پاکستان باندې وروستي نړیوال او په ځانګړي ډول دا مریکا فشارونه او د هند او فغانستان د اړیکو پراخېدل د دې لامل شوي، چې امریکا ته دا په ډاګه کړي، که دوی له پاکستانه مخ اړوي؛ نو بل بدیل هم لري.

تدبیر پاکستان د روسانو له پاره د وسلو د پلورلو ښه مارکېټ ګڼي.
په ورستیو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو، چې روسانو له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي او له دې سره جوخت، همدا د جګړې په ډګر کې د دولت له وسله والو مخالفانو سره نوې وسلې هم لیدل شوې دي، چې دا ټول دا په ډا ګه کوي، چې روسان او ملاتړي یې غواړي امریکا ته خنډونه جوړ کړي او دا د افغانستان او سیمې هېوادونو ته زیان رسولی شي.
بل خوا د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسوول ویلي دي، چې د پاکستان او روسیې ځواکونو تمریناتو کې به له دواړو لوریو نږدې ۲۰۰ پوځیان ګډون ولري.
تېر کال پاکستان له روسیې سره د ایم ای ۳۵ چورلکو د پېرلو تړون هم لاسلیک کړی و او د دې تر څنګ پر افغانستان د روسیې د یرغل پر مهال له مجاهدینو سره د پاکستان د مرستو له امله مسکو پر پاکستان د هر ډول وسلو د پلورلو بندیز لګولی و؛ خو وروسته مسکو پر پاکستان دا ډول بندیزونه هم لرې کړل او څو کاله مخکې د روسیې د دفاع وزیر هم پاکستان ته په یو سفر تللی و.





