
ولسمشر محمداشرف غني نن د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال په پرانستغونډه کې وویل، له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره به د روانې کب میاشتې تر شلمې نېټې مرکچي پلاوی وټاکي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د سولې مرکچي پلاوی باید د افغانستان د اساسي قانون او ملي ارزښتونو ساتونکي وي.
ولسمشر دغه راز وویل، نه غواړي چې طالبان په بند کې پرېږدي، خو د سولې بینالافغاني خبرو اترو لپاره باید د طالبانو شرط د روښانه مکانیزم له مخې وي او اجرايوي ضمانت هم ولري، څو د ۵ زره طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته د طالبانو په تګلاره کې مثبت بدلون راشي او دغه ډله یو ځل بیا تاوتریخوالي ته مخه نه کړي.
ولسمشر غني د ملي شورا له ولسي جرګې د ۵ او له مشرانو جرګې د ۲ کسانو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره یې ور وپېژني، څو د سولې په خبرو اترو کې ورته ځای ورکړي.
بلهخوا د افغانستان د موج او تحول بنسټ مشرې فوزیې کوفي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته په خبرو کې وویل چې سوله د ښځو له حضور پرته د منلو نه ده او د سولې په بینالافغاني خبرو کې باید ښځې لږترلږه ۴۰ سلنه برخه ولري.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک د روان میلادي کال د فبروري په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.
په دغه هوکړهلیک کې لیکل شوي چې د افغانانو ترمنځ خبرې به د روانې میلادي میاشتې په ۱۰مه نېټه پيلېږي.





