د یوناما د مشر او ملا برادر لیدنه

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوې لېږل شوې خبرپاڼې کې ویلي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند په دوحه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ «یوناما» له مشر تادامیچي یاماموتو سره کتلي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي چې دا لیدنه پرون شوې او دواړو خواو د سولې پر روان بهیر، په افغان جګړه کې د ملکي تلفاتو پر موضوع او همدا راز د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې پر بشري مرستو خبرې کړې‌دي.

په کابل کې د یوناما دفتر د ښاغلي تادامیچي یاماموټو او د طالب مشر ملا برادر ترمنځ مخامخ غونډه نه تایيد کړې او نه یې هم رد کړې‌ده.

مُلا عبدالغني برادر د سږکال په جنورۍ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام