
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له سیاسي څېرو، مدني بنسټونو او نورو سره له یوې اوونۍ مشورو وروسته نن سه شنبه (نوامبر۲۲مه) د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو نوملړ اعلان کړ.
دغو ۱۲ تنو ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا څوګند هم ورکړل شو.
په دغو دوو لستونو کې د ټاکنیزو کمیسیونونو د شکایتونو اوريدو او د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران شامل دي.
نجیبالله احمدزی د پکتیا ولایت قومیت پښتون، د بلخ ولایت نه ازبیک توکمی عبدالقادر قریشي، هزاره توکمی ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي هر یو د پنځوو کلونو له پاره؛ د غور ولایت څخه ایماق توکمی د پوهنتون استاد معاذالله دولتي، د ننګرهار ولایت د پشه يي قوم نه رفیعالله بیدار او ګلاجان عبدالبدیع هر یو د درېيو کلونو له پاره وکولای شول، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو په صفت لاره ومومي.

همدارنګه غلامدستگیر هدایت، عبدالبصیر فایز او عليرضا روحاني هر یو د پنځوو کلونو له پاره؛ حمیرا حقمل او عبدالعزیز آریایي هر یو د درېيو کلونو له پاره په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې د کمېشنرانو په توګه پر دندو وګومارل شول.
ولسمشر محمد اشرف غني دغو کمیشنرانو ته د تحلیف ورکولو په مناسبت په ارګ کې جوړه شوې غونډه کې وویل، چې دوی یاد کمېشنران له خورا زیاتو مشورو او کره څېړنو وروسته ټاکلي او له دې وروسته په خپلو کړنو کې خپلواک دي.
نوموړي وویل، چې د ټاکنو کمېسیون خورا زیاتې ستونزې لري او له دغو ستونزو حکومت سخت ځوريږي.
غني د ټاکنیزو کمیسیونونو کمېشنران د هېواد اساسي کارونو مسوولین وباله او له دوی څخه يې د جدي کار غوښتنه وکړه.
.jpg)
ولسمشر دا هم وویل، چې کمیشنران کولی شي د ټاکنیزو کمېسیونو په ادارو کې نوي کسان وګوماري.
افغان ولسمشر وویل، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ټاکنو پر کمیسیون شاوخوا یو میلیارډ ډالر مصرف شوي، خو تر اوسه يې جدي ستونزې نه دي حل شوي.
هغه برېښنايي تذکرو ته په اشارې سره وویل، چې الکترونیک تذکرې به د افغانستان اساسي قانون د مادو پر بنسټ وویشل شي.
له بل لوري د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې دغه کمېشنران د هېواد بنسټیز کارونه مخکې بیايي او باید په خپلو کړنو کې جدي وي.
د ویلو ده، پېژندل شوي کمېشنران د ولسمشر د حکم پر بنسټ مکلف دي، چې خپل لومړۍ جلسه کې، رییس، مرستیال او منشي وټاکي.





