د تاوتریخوالي کمولو په اړه د خلیلزاد غوښتنه

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کموالی راولي.

نوموړي نن د یوه ټویټ له لارې په وروستیو ورځو کې د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي ډېروالی د افسوس وړ دی.

هغه ویلي چې د تاوتریخوالي ډېروالي له کبله ملکیان وژل کېږي او په وینا یې، ښکېل اړخونه باید په دې برخه کې د پام وړ کموالی راولي.

د دولت او طالبانو د مخامخ خبرواترو له پیل راهیسې په هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

زلمي خلیلزاد پرون د یوه ټویټ له لارې د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې یو ښه فرصت بللی و او له افغان دولت او طالبانو یې غوښتي و چې د سولې راتلو لپاره ترې لازمه ګټه واخلي.

هغه لیکلي و چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د سولې خبرواترو په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې چې د افغانستان «د حاکمیت، خپلواکۍ، ارضي تمامیت او ملي یووالي» د ټینګښت په اړه د نړیوالې ټولنې پر ژمنو په‌کې ټینګار شوی دی.

خلیلزاد ویلي و چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې داسې سیاسي هوکړې ملاتړ کوي چې ټول افغانان په‌کې وي او سیمه او نړیواله ټولنه یې په عمل او روحیه کې ملاتړ وکولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالب ډلې مرکچيانو تر اوسه د سولې خبرواترو طرزالعمل نه دی وروستی کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام