د «دولتي بنسټونو د نیولو» مخنیوي طرحه تر کار لاندې ده

یوې باخبره سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د «دولتي بنسټونو د نیولو» مخنیوي پر طرحې کار پیل کړی دی. د سرچینې په وینا، یاده طرحه به له بشپړېدو وروسته محمداشرف غني ته وړاندې شي.

سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي زیاتوي چې دغه طرحه به د جزا کوډ د ۲۳۸، ۲۳۹، ۲۵۸، ۴۰۳ او ۴۵۳ مادو پر بنسټ جوړه شي. نو د محمداشرف غني له لوري د دغې طرحې تر تایید وروسته به امنیتي ځواکونه د «ملي خیانت په نوم د ۲۳۸مې مادې پر بنسټ، د ۲۵۸مې مادې پر بنسټ د دولتي بنسټونو د نیولو اقدام، د ۴۰۳مې مادې پر بنسټ د عامه خدمتونو له موظف نه ناوړه ګټه اخیستنه او د جزا کوډ د ۴۵۳مې مادې پر بنسټ د په عامه دندو کې د لاسوهنې» مخنیوي لپاره لاس په‌کار شي.

سرچینه که څه هم په دې اړه ډېر جزیات نه ورکوي، خو وايي چې یاده طرحه به نن ناوخته د محمداشرف غني مېز ته ورسېږي.

داسې ښکاري چې دغه طرحه د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو له لوري د سرپل ولایت د ودانۍ نیولو، د جوزجان ولایت د وادنۍ کلابندېدو او د بغلان ولایت د ودانۍ نیولو لپاره هڅو اشاره لري.

سلام‌وطندار هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر واخلي، خو بې‌پایلې وه. خو د ثبات او همپالنې ټیم غړی فضل‌احمد معنوي وايي، هیله لري چې دا «تاریخي تېروتنه» عملي نه شي. هغه خبرداری ورکوي چې «نښتې به د امنیتي ځواکونو په منځ کې د یوې نه جبرانېدونکې ګډوډۍ» لامل شي. معنوي وايي، د تاوتریخوالي لپاره کوم پلان نه لري، خو که د ثبات او همپالنې پر وړاندې اقدام وشي، امنیتي ځواکونه به «له کورني عکس‌العمل» سره مخ شي.

بله‌خوا امنیتي ځواکونو په یوه ګډه اعلامیه کې له معترضانو غوښتي چې د خپلو غونډو او اعتراضونو پر مهال «د عامه ملکیتونو، ټول‌ګټو بنسټونو او د خلکو عزت او حیثیت» ته له زیان رسولو ډډه وکړي. په اعلامیه کې لیکل شوي چې امنیتي ځواکونه هېڅ ډلې ته د عامه نظم د ګډوډۍ اجازه نه ورکوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې لیکل شوي چې «له معترضانو په جدي توګه غوښتل کېږي چې د خپلو اعتراضونو پر مهال وسله ونه ګرځوي او د عامه نظم د ګډوډولو لامل نه شي، که‌نه د سرغړوونکیو سره به د قانون پر بنسټ جدي چلند وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې عبدالرشید دوستم له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د نظامي اقدام پر وړاندې به ورته اقدام وکړي. د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلان وروسته، عبدالله عبدالله د عبدالرشید دوستم یو نږدې کس د جوزجان د والي په توګه ونوموه او بله‌خوا محمداشرف غني د یوه فرمان په صادرولو سره د لوړې مراسمو جوړولو لپاره یوه کمېټه وګومارله. د رسنیو د راپورونو له مخې، د محمداشرف غني د لوړې مراسم به د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ جوړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام