د بدلون له‌پاره د مېرمنو نړيوال کمپاین پېل شو

دغه کمپاین د بشري حقونو د یو شمېر فعالانو له خوا پيل شوی موخه یې په لوړو دولتي څوکیو کې د مېرمنو ونډه، په اقتصادي او حقوقي برخو کې د مېرمنو د ظرفیتونو لوړل دي.

د دغه نړیوال کمپاین په چارو کې د مېرمنو او ماشومانو له‌پاره د مرستو مسووله ناجیه کریمي وايي، حکومت باید د مېرمنو پروړاندې شته خنډونه لرې کړي او د رهبرۍ او مدیریت برخه کې د روزنې زمینه برابره کړي.

مېرمن کریمي په کابل کې د دغه کمپاین پرانیست غونډې ته وویل، په سیاسي او ښوونیزو برخو کې د مېرمنو ونډې زیاتوالی د دغه کمپاین مهمه موخه ده.

د اروپايي ټولنې غړی جان لوکا چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود وايي، دغه کمپاین یوازې په کابل پورې محدود نه دی، بلکې د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته به هم وغځيږي.

د دغه کمپاین غړي له دولت غواړي د ولایتي شورا په ټاکنو کې دې مېرمنو ته ۲۵ سلنه ونډه ورکړي.

هغوی دغه راز، د ټاکنو قانون د هغې مادې د تعدیل غوښتنه هم وکړه، چې په سیاسي چاروکې کې دې د مېرمنو ونډه محدودوي.

د ټاکنو قانون دغې ماده کې راغلي د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو او ښاروالۍ پوستونو له‌پاره نومانده مېرمن باید له دولسم ټولګي فارغوي.

د مېرمنو دغه نړیوال کمپاین د بشري حقونو او مدني ټولنې شبکې او دغه راز د کاسپي او هاکا موسېسو د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ افغانستان کې ترسره کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام