د هېواد ځينې ښاریان په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د ۷ یرغمل شویو مسافرو د سر پرې کولو په اړه د اعتراض په ډول وايي، وروسته له دې چې دوی جنازې تر لاسه کړي، نو د اعتراض په ډول به د جنازو سره یوځای ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرايوي ریاست او ملګرو ملتونو د سازمان دفتر ته به د همدغو جنازو سره یوځای ځي.
دغه مسافران، چې دوې ښځې او یوه ۹ کلنه نجلۍ هم په کې شامله وه شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د طالبانو یو تن قومندان ملامنصور داد الله پلويانو له خوا یرغمل شوي وو، چې تېره ورځ (یکشنبه نومبر ۹مه) د ملااختر محمد منصور له پلویانو سره په زابل کې د جګړې پر مهال د دغو مسافرو څخه يې هم سرونه پرې کړل.
د یرغمل شويو مسافرانو جنازې تېر یکشنبې ماښام د سلګونه غزني ښاریانو په حضور کې د سره صلیت له خوا د یاد ولایت ښار ته ولېږدول شول.
دغه پېښه د رسنيو او نورو اوسېدونکو د سختو نیوکو سره مخ شوه.
دغه ښاریان د قرباني شويو مسافرو له وګړیو سره د غمشريکۍ ترڅنګ وايي، چې ياده پېښه په هیڅ وجه د توجیه وړ نه ده.
ورځپاڼه ليکونکی جواد ناجي په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي:" جنازې باید کابل ته راوړو، په خپلو اوږو کې يې ولېږدوو او وروسته به هغه له حکومت سره یوځای ښخ کړو."
یو تن بل ورځپاڼه لیکونکی حشمت الله رادفر بیا په خپل فېسبوک پاڼه کې داسې لیکلي: " زموږ د خلکو د سر پرې کولو قیمت د ۱۴ کلونو د طالباني فکر قیمت دی، چې د میلمه تروریستي ډلو له خوا ترسره کيږي".
د فېسبوک یو بل تن کاروونکی بشیر احمد رحيمي په خپل فېسبوک پاڼه کې د څو انځورونو په خپرولو سره کاږلي : " محافظه کاران او بې غېرته معامله ګرانو! تاسو څنګه د خپلو خلکو د رهبرۍ دعوې کوئ، چې ستاسو په مخ کې د خپلو خلکو سرونه مو پرې کيږي او په هکله يې حتا خپله ګوته هم نه چيچئ".
په بهر کې یو تن لیکوال د ډاکټر واعظي په نوم ليکلي: " د درېيو ښځو او يو ماشوم سر پرې کول په حقیقت کې ټولو هزاره توکمو سياسي او قومي مشرانو ته یو پېغام دی، چې نه يواځې د دوی مسافران، بلکې د دوی ماشومان او ښځې هم کېدلی شي، چې په اسانۍ سره ووژل شي."
همدارنګه واعظي زیاته کړې، تروریستي ډلې په دې ښه پوهيږي، چې څنګه کولی شي د ملي وحدت حکومت ته ستونزې و زېږوي.
ځينې حکومتي چارواکي هم د قرباني شویو کورنيو سره د همدردۍ شريکولو ترڅنګ دغه پېښه غندلې، خو د ښاریانو له جدي غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.
د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې:" یو دې باید د دغې پېښې په اړه روښانه ځواب ورکړي".
د پخواني ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خليلي د یوې اعلاميې په خپراوي سره ویلي : " په ډېرې خواشينۍ سره باید ووایم، چې د دغو یرغمل شويو اشخاصو د خلاصون له پاره زیات وخت هم وو؛ خو پرته له شکه، چې دولت په دغه برخه کې پر خپلو مسولیتونو عمل نه دی کړی".
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي هم د یرغمل شويو مسافرو د وژلو په باب سخت غبرګونونه و ښودل.
دوی وايي، هغه مهال چې دغه مسافر د وسله والو طالبانو په ولکه کې وو، نو حکومت هم د دغو مسافرو د خلاصولو له پاره هیڅ روښانه دريځ نه درلود.
د دغو غړو له ډلې یو تن عارف الله رحماني وايي، چې حکومت باید ژر تر ژره د وژل شویو د عاملينو د نيولو له پاره اقدام وکړي.
د ملي وحدت حکومت له پېل سره سم په ځينو لويو لارو کې ناامنۍ زياتې شوي او د دغو لویو لارو څخه د مسافرو تښتول او یرغمل کول يې د ترهګرو او تروریستي ډولو ترمنځ په يو فرهنګ بدل شوی.
په تېرو څو میاشتو کې دا څووم ځل دی، چې د زابل او غزني ولايتونو د لويو لارو په اوږدو کې مسافر تښتول کيږي.





